د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

د افغانستان د اقتصاد په برخه کې اساسي اندیښنې څه دي؟


یو شمېراقتصادي کارپوهان اود ولسي جرګې غړي وایي چې د ملي وحدت حکومت په تیریوه کال کې هغه ژمنې نه دي عملي کړي چې د اقتصاد د پياوړتیا لپاره یې کړې وې.

دوی وایي، په تیریوه کال کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو په وړاندې راټیټ شوی، پانګونه کمه شوې، د بې کارۍ کچه زیاته شوې او ګڼې اقتصادي پروژې ټکنۍ شوي دي.

خو بل لورته بیا د مالیې وزارت او سوداګرۍ خونه د اقتصاد په برخه کې شوي کارونه موٍثر ګڼي او وایي، د حکومت عواید په تیریوه کال کې زیات شوي دي.

دا چې په دې برخه کې اساسي اندیښنې څه دي او حکومتي چارواکي ورته څه ځواب لري؟

ملي عواید، پانګونه، تولید، سوداګري او صادرات د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا عمده ستنې دي، خو دې ټولو برخو په تیریوه کال کې ټیټې هسکې ګاللي دي.

د اقتصادي چارو یو شمېرکارپوهان وایي، په تیریوه کال کې پانګه له افغانستانه وتلې ده، سوداګري اغیزمنه شوې او د وارداتو او صادراتو توازن ته کار نه دی شوی.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون ازادي راډيو ته وویل چې د ملي وحدت حکومت په یوه کال کې کوم اقتصادي بدلون نه دی رامنځ ته کړی:

((تاسو پوهیږئ چې سږکال د پانګې د وتو، د تولیداتو د محدودیت او د اقتصاد په برخه کې د حکومت د کمزوریو له امله صادرات کم شوي دي، خو د میوو صادرات کم او زیاته وده ښيي، اوس مهال موږد نړېوالې سوداګرۍ له کسر سره مخ یو.))

د ملي وحدت حکومت مشرانو تیرکال د تلې میاشتې په اومه نیټه لوړه وکړه او هغه مهال یې ولس ته د نورو ژمنو ترڅنګ د اقتصادي ثبات او مالي سرچینو د پراختیا ډاډ هم ورکړ.

ولسمشرهغه مهال وویل چې د افغانستان جغرافیوي موقعیت او بډایه کانونه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ ښې زمینې دي.

خو د ولسي جرګې یو شمېرغړي وایي چې د ملي وحدت حکومت مشرانو د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې تر اوسه داسې څه نه دي کړي چې ولس دې پرې قناعت وکړي.

د جرګې غړي عبدالحي اخندزاده له ازادي راډيو سره خبرو کې ځينو اقتصادي ستونزو ته اشاره وکړه:

((افغانۍ تاسو وګورئ چې اوس په کوم موقف کې قرار لري، له کوم ځایه کوم ځای ته ولاړه، کار اوبار د ځوانانو لپاره چې مخکې وو، هغه اوس نشته، حکومت داسې اقدام نه دی کړی چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، همدغه مسائل دي چې پراقتصاد یې اغیز کړی دی، افغان ځوانان مایوسه شوي او مجبوره دي چې وطن پریږدي او خارج ته ولاړ شي.))

خپله ولسمشراشرف غني په دې وروستیوکې له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د دوامداره اقتصاد په اړه یې ځیني اقدامات کړي، خو د ولس له سترګو پټ دي.

ولسمشر ویلي چې د افغانستان اقتصادي ثبات دوامداره هڅو او وخت ته اړتیا لري.

د ملي وحدت حکومت مشرانوپه لومړي سرکې وویل چې د افغانستان د اقتصاد لپاره به د سیمې او نړۍ د هېوادونو پاملرنه راجلبوي او په همدې هدف روانه میاشت په کابل کې د سام او ریکا په نوم دوه مهمې اقتصادي غونډې جوړې شوې وې.

په دې غونډو کې د سیمې او نړۍ هېوادونوله افغانستان سره په اقتصادي همکاریو ټینګار وکړ او د ترانزیت، سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې یې افغان حکومت ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په اقتصادي برخه کې افغان حکومت او سوداګرو په دې وروستیوکې له پاکستانه هم واردات نږدې څلویښت فیصده کم کړي او داسې هڅې یې پيل کړي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو او هنده واردات زیات کړي.

ولسمشرغني د ترکمنستان له ولسمشرسره د اقتصادي همکاریو پنځه موافقې لاسلیک کړې او د چابهاربندرد ګټې اخیستنې په اړه هم تر اوسه څوځله د ایران، هند او افغان چارواکو ترمنځ غونډې شوي دي.

د افغانستان د اقتصادي ستونزو موضوع مو د افغانستان له سوداګرۍ خونې سره هم شریکه کړه.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیوته وویل چې سږکال د دوی صادرات ښه دي او ورادات یې کم شوي دي.

که څه هم ښاغلی الکوزی د تعرفې لوړوالی او په لویو لارو کې له سوداګرو باج اخیستنه یوه لویه ستونزه ګڼې، خو وایي له دې ستونزو سره سره دوی په ښه وضعیت کې دي او د حکومت عایدات هم نه دي زیانمن شوي:

((په مجموع کې زموږ واردات کم شوي دي، څومره جنس چې افغانستان ته پخوا راته اوس یې اندازه کمه شوې، صادرات زموږ د کال په لومړۍ ربعه کې دولس فیصده اضافه شوي دي، سږ کال زموږ زراعت هم د تیرکال په پرتله ډیر زیات ښه وو یعنې سل فیصده ښه وو.))

د پانګونې د ملاتړادارې یا ایسا که څه هم اوس په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه خو وړاندې تردې یې ویلي وو چې د روان کال په ترڅ کې د پانګونې کچه کمه شوې ده.

له دې ټولو سره-سره د مالیې وزارت وایي چې د دوی عواید زیات وو او د هېواد روانو چارو پرملي عوایدو منفی اغیز نه دی کړی.د دې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی یې په اړه وایي:

((که چېرې موږ د روان مالي کال، یعنې د ۱۳۹۴ مالي کال عواید له تیرکال سره مقایسه کړو، زموږ عواید یولس سلنه زیاتوالی ښيي، په دې بسنه نه کوو، مبارزه روانه ده او غواړو چې د عوایدو ګراف مو پورته ولاړ شي.))

خو عام افغانان او په تیره ځوانان بیا د هېواد له اقتصادي وضعیته ناراضه دي او وایي؛ دوی د ملي وحدت حکومت له پيله تر اوسه کوم ځانګړی بدلون نه دی لیدلی.

د کابل دوواوسیدونکو خپلې اندیښنې داسې راسره شریکې کړې:

((۱ زما نوم باسط دی، وله وضعیت ډیرخراب شوی، له اقتصادي وجهې خلک تیښتې ته اړ شوي اروپايي مملکتو ته، اقتصاد ېي خراب دی له مجبورۍ نه ځي.

۲ امنیتي وضعیت چې ښه نه وي معلومه خبره ده چې اقتصاد هم ښه نه وي، بازارونه هیڅ نشته، په کابل کې نه د کسبګرو کار شته او نه هم د سوداګرو، ټول شکایت لري چې کار او بار نشته.))

خو ولسمشرله دې وړاندې ویلي چې د وخت په تیریدو به افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ د ترانزیت او تجارت پر پله بدل کړي او هڅه به وکړي چې افغانستان د ریل پټلۍ او سړکونو له لارې له ګاونډیو هېوادونو سره وصل کړي.

د وریښمولارې د بیا فعالولو او د لاجورد لارې د جوړیدو اوازې هم چې افغانستان به یې په وسیله له اروپا سره ترانزیتي لاره پيدا کړي، ګرمې دي او حکومت وایي، هڅه کوي چې دا پروژې په نږدې کلونو کې عملي کړي.

د چارو څیړونکي وایي، حکومت باید د اوږد مهاله اقتصادي پروژو ترڅنګ لنډ مهاله پروژې پلې، فابریکې جوړې او ځوانانو ته د کار زمینې برابرې کړي چې هېواد له اقتصادي ستونزو وژغورل شي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG