د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

سیاف: د وسله والو مخالفینو ملاتړي به د حکومت له دننه د نظام پر ضد پاڅون وکړي


پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي چې د وسله والو مخالفینو ملاتړي د افغان حکومت تر زنې لاندې د حکومت په لیکو کې حضور لري.

پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف خبرداری ورکوي؛ که حکومت له خپلو لیکو څخه د وسله والو مخالفینو نفوذي اشخاص او ملاتړي تصفیه نه کړي؛ نو دغه کسان به د حکومت پر وړاندې پاڅون وکړي.

استاد سیاف د یکشنبې په ورځ د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د څلورم تلین په مناسبت غونډه کې وویل چې په یوشمېر ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو د حملو رهبري له مرکز کابل څخه کیږي.

نوموړي وویل چې د مخالفینو د دې مراکزو په اړه اسناد لري او له حکومته یې وغوښتل چې که مخه یې ونه نیسي؛ ناوړه عواقب به ولري.

((که دښمن دلته تصفیه نه کړئ، له جدي ګواښونو سره به مخ شئ؛ خدای مه کړه که بیا دا جنایت کاران د کابل دروازو ته راورسیږي؛ ستاسو له دننه څخه به ستاسې پر ضد جګړه پیل شي.

همدا اوس یو شمېر مزدور جنایت کاران په کابل ښار کې دومره وسله لري چې که فرصت مساعد وویني د خلکو او نظام پر وړاندې پاڅون کوي؛ که حکومتي مراجع وغواړي زه آدرس ورکوم.))

عبدالرب رسول سیاف له دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې او ویلي یې وو چې د طالبانو په نوم خبرپاڼې هم د کابل له وزیر اکبرخان سیمې څخه خپریږي.

که څه هم تراوسه حکومتي چارواکو د استاد سیاف د دې او پخوانیو خبرو په اړه لازم وضاحت نه دی ورکړی؛ خو له دې وړاندې اجرایيه رییس عبدالله عبدالله هم د حکومت په لیکو کې د جاسوسانو موجودیت تایید کړی و.

ښاغلي سیاف پر وسله والو مخالفینو د خپلو انتقادونو په ترڅ کې یو ځل بیا وویل؛ هغه کسان چې امنیتي ځواکونه وژني د پردیو غلامان دي.

نوموړي د داعش ډلې فعالیتونه هم غیراسلامي وبلل او زیاته یې کړه چې د فعالیتونو هدف یې د اسلام سپکول دي.

د برهان الدین رباني د څلورم تلین په مناسبت غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر فعالیتونو انتقاد وکړ.

ښاغلي کرزي وویل، د پاکستان د ولس احسانمند دی، خو له پوځ او استخباراتو څخه یې شکایت لري.

((پنجابیان زموږ وروڼه دي، مسلمانان دي، موږ یې له حکامو سره او له هغو کسانو سره چې د دوی په عسکرو او استخباراتو کې ورانی کوي معامله کوو؛ له ولس سره یې نه کوو، ولس یې زموږ ورور دی، زموږ شکایت له آی. اېس. آی څخه دی، زموږ شکایت د پاکستان له پوځ څخه دی؛ نه له خلکو څخه.))

د حکومت په دننه کې د وسله والو مخالفینو د نفوذي اشخاصو او ملاتړو د موجودیت خبره په داسې حال کې کیږي چې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ناامنۍ زیاتې شوي دي.

څیړونکي بیا وایي چې د پاکستان پوځ او آی.ایس.آی په افغانستان کې له مخالفو ډلو څخه ملاتړ کوي او حکومت ته په کارده چې په دې برخه کې اسناد راټول او خپلو نړیوالې متحدینو او ملګرو ملتونو ته یې په اړه شکایت وکړي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG