د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

لویه څارنوالۍ، د کابل دوه پخواني ښاروالان د څیړنو لپاره ورغوښتي


د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي چې د کابل دوه پخواني ښاروالان یې د څیړنو لپاره ورغوښتي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزي نن په کابل کې خبریالانوته وویل چې په دې ښاروالانو کې محمد یونس نواندیش او روح الله امان شامل دي.

د ولسي جرګې یو شمېرغړي بیا د حکومت دا اقدام ستایي او د فساد په وړاندې یې مبارزې لپاره یې ګټور بولي.

له دې وړاندې هم د کابل ښاروالۍ پر یو شمېرچارواکو د فساد تورونه پورې شوي خو لویه څارنوالۍ وایي، دا ځل یې د کابل دوه پخواني ښاروالان یونس نواندیش او روح الله امان د څیړنو لپاره څارنوالۍ ته غوښتي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزي د سه شنبې په ورځ خبریالانوته وویل، چې ښاغلی نو اندیش څارنوالۍ ته حاضرشوي او هیله یې وښوده چې ډیرژر روح الله امان هم د څارنوالۍ تحقیقاتو ته حاضر شي.

که څه هم ښاغلي عزیزي واضح نه کړه چې د کومو تورونوله مخې یې دا پخواني ښاروالان جلب کړي، خو وې ویل چې د ښاروالۍ اړوند یو شمېر موارد د دوی ترتحقیقاتو لاندې وو او د دې ایجاب یې کاوه چې دا ښاروالان څارنوالۍ ته حاضر شي:

((د ښاروالۍ یو شمېر پخواني مسائل د څارنوالۍ ترتحقیقاتو لاندې وو، دې ایجاب کاوه چې دوه پخواني ښاروالان یونس نواندیش او روح الله امان څارنوالۍ ته احضار شي، موږ دوی ته د جلب مکتوبونه ولیږل، پرون ښاغلی نواندیش څارنوالۍ ته حاضر شو او اوس ورڅخه څیړنې پيل شوي او هیله ده چې ښاغلی امان هم څارنوالۍ ته حاضر شي.))

له دې وړاندې په یوشمېرناتائید شوو راپورنو کې ویل شوي وو چې دغه دوه ښاروالان د دې لپاره څارنوالۍ ته غوښتل شوي چې د خپل کار پرمهال یې ځینې بلاکونه په خپل سر پلورلي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې د حامد کرزي د نړېوال هوایي ډګریوې معتبرې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د دې پخوانیو ښاروالانو د ممنوع الخروجۍ مکتوب هم ور رسیدلی دی.

د کابل پخواني ښاروال یونس نواندیش له څوکلونو دندې وروسته په دې وروستیو کې استعفی وکړه او دا مهال د کابل ښاروالۍ چارې د سرپرست له خوا پر مخ بوول کیږي.

روح الله امان له نواندیش مخکې د څه مودې لپاره د ښاروالۍ ریاست پرغاړه درلود.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیراحمدزی له ازادي راډيو سره په خبرو کې څارنوالۍ ته د دوو پخوانیو ښاروالانو احضاریدل ګټور بولي او وایي، دا به له فساد سره د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي:

((حکومت له فساد سره د مبارزې په خاطرله نړۍ سره تعهدات کړي دي، یوازې دا دوه کسان نه دي چې باید سزا ورکړل شي، بلکې ډیر مجرمین موږ لرو چې په فساد کې ښکیل دي خو تر اوسه پورې بدبختانه هماغسې ازاد ګرځي، دا یو ښه اقدام دی.))

د ملي وحدت حکومت له فساد سره د مبارزې د هڅو په پیل کې د کابل بانک دوسیه بیا پرانسته چې تر اوسه هم نه ده بشپړه شوې.

خو د ملي وحدت حکومت پر چارواکو یو انتقاد دا دی چې د فساد موضوعات راپورته کوي خو په لازمه توګه یې نه تعقیبوي.

دوی د بیلګې په توګه د پنځو پخوانیو وزیرانو یادونه کوي چې لویې څارنوالۍ ممنوع الخروج اعلان او له دندې یې په ناوړه استفادې تورن کړل، خو تر اوسه یې موضوع بې برخه لیکه پاته ده.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG