د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

په کومو حالاتو کې مېرمن له خاوند نه د تفریق غوښتنه کولای شي؟


نکاح یا واده هغه مقدسه رشته ده چې په نتیجه کې دوه انسانان د خوښۍ ګډ ژوند پیلوي؛ خو کله - کله د خوښۍ دغه رشته په تاوتریخوالي بدلیږي؛ دواړه یا یو لوری نه غواړي له یو بل سره ګډ ژوند تېر کړي.

په اسلامي شریعت کې نارینه دا حق لري چې له میرمنې سره په ګډ ژوند کې د ځینو ستونزو له کبله چې له هغې سره یې لري طلاق ورکړي؛ خو مېرمن تل دا حق نه لري، مګر په ځینو حالاتو کې کولی شي له محکمې د تفریق غوښتنه وکړي.

خو زموږ په ټولنه کې ځنینې خلک داسې فکر کوي چې که په یوې ښځې هر ډول ناخوالې او بدبختۍ راځي او کورنۍ ژوند یې ګډوډ وي دا یې باید تحمل کړي او که دا مېرمن محکمې یا بل ارګان ته مراجعه کوي نو رنګارنګ ستونزې ورته لټوي او له دې کار نه بده مني.

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG