د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

د افغانستان په قوانینو کې صحرایي محاکمې جواز لري؟


په روانه خپرونه کې په افغانستان کې د ښځو په صحرایي محاکمه کولو خبرې کوو.

په هغو سیمو کې چې امنیت نشته که یو جرم واقع کیږي؛ د قانون خلاف اشخاص او افراد د عدالت تامینولو ته راولاړیږي او په اصطلاح صحرایي محکمې جوړوي.

په صحرایي محکمو کې ډیری وخت ښځې ډیرې له تاوتریخوالي سره مخ کیږي؛ که یوه میرمن په کوم جرم تورنه شي؛ نو د هغې نظر ته توجه نه کیږي او ټولې پرېکړې د نارینه وو له خوا کیږي؛ ښځې اکثره وخت له کوره نه د تیښتې او نامشروع اړیکو په درلودلو د زور واکو له خوا پرته له دې چې جرم پرې ثابت شي سزا ورکول کیږي.

په ځینو سیمو کې د یو څو همداسې پیښو یادونه کوو چې خلکو مېرمنو ته په اصطلاح د صحرایي محکمو په جوړولو سره سزا ورکړې.

تیر کال په فراه ولایت کې وسله والو ګویا په یوې صحرایي محکمه کې څلور میرمنې د نامشروع اړیکو په درلودلو اعدام کړي دي؛ خو دا چې دې مېرمنوپه رښتیا اخلاقي جرایم ترسره کړي و او کنه معلومه نه ده.

تېر کال په بدخشان ولایت کې وسله والو یوه میرمن په دې تور چې له یوه سړي سره یې نامشروع اړیکې لرلې د لسګونه خلکو په مخ کې په دار وځړوله.

په ۱۳۹۲کال کې په بادغیس ولایت کې یوه ۲۵ کلنه مېرمن په دې تور چې له کورنه تښتیدلې وه؛ ووژله.

سږ کال په سر پل ولایت کې خلکو یوه ۲۲ کلنه مېرمن له خپل پلار سره یو ځای د یو قومي مخور له خوا په صحرایي محکمه کې پرته له شواهدو د یوه فالبین په وینا وهلي او ټکولي دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:17 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG