د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

فیصل: حکومت به تشدد خوښونکي چارواکي مشخص کړي


د افغانستان اجراییه ریاست وايي، حکومت به خپل هغه چارواکي مشخص کړي کوم چې تشدد پسنده دي او له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.

د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو سره به خبرو کې بیا هم د دې کسانو نومونه یاد نه کړل خو له دې یوه ورځ وړاندې اجرایي ریس دغه کسان د دښمن جاسوسان وبلل.

د افغان حکومت د اجرایي ریس دې خبروچې د حکومت دننه د دښمن جاسوسان موجود دي له خلکو سره ګڼې پوښتنې او اندیښنې راولاړې کړي دي.

ازادي راډيو هڅه وکړه چې د اجرایي ریاست له مسولینو څخه د دغو جاسوسانو د څرنګوالي په اړه وضاحت وغواړي، خو بیا یې هم چا نومونه یاد نه کړل.

اجراییه ریاست وایي، دا هغه کسان دي چې هم د حکومت په چوکاټ کې فعالیت او هم د تاوتریخوالي او وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د سه شنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل چې حکومت په دغه کسانو کار کړی او چې مشخص شول په اړه به یې اقدام وشي:

((سړي او کړۍ شته چې هغوی په مستقیم یا غیرمستقیم ډول له مخالفینو څخه ملاتړ کوي او تشدد یې خوښ دی، تشدد پسنده دي، د دغو اشخاصو مخنیوی باید وشي، دغه اشخاص حکومت پرې کارکړی دی چې مشخص شي، وضاحتونه تر لاسه شي او ورسته یې په اړه اقدام وشي.))

د افغانستان اجراییه ریس عبدالله عبدالله تېره ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې یو شمېر کسان په حکومت کې دننه په مستقیم یا غیرمستقیم ډول له مخالفینو ملاتړ کوي.

عبدالله وویل چې دا ستونزه له پخواني حکومته را پاته ده خو اوسنی حکومت به د دوی په وړاندې مبارزه د خپلو کارونو په سر کې راولي.

که څه هم ورته څرګندونې د ناامنیو په ډېرېدلو سره پخوا هم مطرح شوي خو کارپوهان وايي، دا ځل دغې موضوع ته اشاره ښايي ځای- ځای د طالبو د مشرملامحمد عمر د فاتحې په مراسمو کې د یو شمېرسیاسي څېرو ګډون وي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه حاجي سید داوود دا شان کسانو فعالیت ترهغوی هم خطرناکه بولي کوم چې په مستقیم ډول د افغان حکومت مخالفت ته ولاړ دي:

((دا د هغو ګروپونو نه ډېرخطرناکه دي کوم چې د هېواد نه بهردي یا په اداره کې نه دي، دوی په اداره کې دي او د موټر، معاش او نورو امکاناتو نه استفاده کوي او بلاخره د حکومت په ضد نورو ته معلومات ورکوي.))

خو ښاغلی داوود وايي چې په هغه ډله کسانو چې د بیان د ازادۍ د اصولو له مخې خپل د نظر ښکارندويي کوي باید د جاسوسانو ټاپې ونه لګول شي.

خلک وايي چې په حکومتي ادارو په ځانګړي ډول په امنیتي ارګانونوکې د اشخاصو د مقرریو په برخه کې باید ډېرغور وشي او تر پوښتو، ګړویجنو او سمې پېژندنې ورسته د دغو کسانو د تقرر په برخه کې اقدام وشي.

XS
SM
MD
LG