د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

په روژه او اختر کې مو چا ته څه خېر ورسېد!؟


د روژې فلسفه دا ده چې موړ د وږي له زړه خبر شي او د اختر لمانځل داسې چې شتمن له غریب سره خپله خوښي وویشي. اختر مو مبارک شه، په دې روژه او اختر کې مو چا ته خیر ورسېد او که نه؟ حاجتمندو او فقیرانو سره مالي مرسته د یوه ځوان پر شخصيت اغیز کوي او په ټولنه کې د هغه د احترام سبب ګرځي. په دې تاندې څانګې کې د دې موضوع تر څنګ د نامزاد هلک کورنۍ لخوا د نجلۍ کورنۍ ته د عيدۍ یا د اخترۍ د وړلو دود په اړه هم غږېدلي يو.

اختر خو به پښې لاسونه په زړه روغ خلک سره کوي.. په زړه بېمار یا بې وسه خلک د یوې ګولې ډوډۍ په غم کې وي. د دیني عالمانو پر وینا د روژې د فرضیت یو مقصد دا هم دی چې موړ د وږي له نسه خبر شي او د خير لاس وروغځوي او په اختر کې خپله خوښي ورسره نیمه کړي. محمد عالم، صدام او اسماعیل هغه ځوانان دي چې وخت نا وخت يې فقیرانو ته د مرستې لاس ورکړی دی.

دا موضوع مې پخپله او د تاندې څانګې پر فیسبوک پاڼه هم له ملګرو سره شريکه کړې، دوی څه راته لیکلي، دلته يې لوستلی شئ:

((جانان خدرخېل لیکي چې مسافر وم او یوه شپه مې له تراوو وروسته ځان ته د خپلې خوښې خواړه پاخه کړل. زما کوټې ته مخامخ جومات نه یو کس راغی، ویل موږ دوه مسافر یو او په هغه جومات کې مو شپه ده، ماښام مو په اوبو روژه ماتې کړې، که څه خواړه لرې.. وايي زما زړه درد وکړ، ډک دېګ تیار خواړه مې دوی ته وسپارل او ما هغه شپه پېشلمی په تریخ چای او ډوډۍ وکړ خو سبانۍ ورځ مې تر نورو ورځو ډېره ښه تېره شوه.

اعجاز شینواری لیکي چې زما ماما ته په ښار کې یوه فقیر سړي لاس نیولی و، هغه له جېبه پنځه سوه روپۍ ورته رايستلې وې او ورکړې يې وې، پخپله ځکه پیاده تر کوره راغلی و چې د کرايې روپۍ نه وې ورسره پاتې.

https://www.facebook.com/HamidGulSherzai?fref=ufi

حميدګل شيرزاد: هغه بله ورځ له روژه ماتي مخکې دباندې ووتم او تر خپله وسه مې د سړک په غاړه ناستو فقیرانو سره مرسته وکړه، د دوی په خوشالۍ کې مې داسې خوند او خوږلښت حس کړ چې پخوا مې کله نه و حس کړی.
جاوېد اوربل لیکي چې د روژې په شلمه مې پلار په جومات کې اعتکاف ته کيناسته، ما د پلار تر څنګ نورو سره هم د اعتکاف لپاره د ځای په برابرولو کې مرسته وکړه، ډير خوشاله شوم ځکه چې خدای پاک وايي که تاسې پر خپل پلار او مور مصرف کوئ نو هغه په ډیرې لوړې درجې لرونکي صدقې کې راځي.

نورګل تګابی: څو کاله مخکې په روژه کې د اختر لپاره په سودا پسې لاړم، زموږ د کور تر څنګ د یوې فقیرې کورنۍ یوه ماشوم راته وویل چې کاش زما لالا هم ژوندی وای چې نن يې د تا غوندې موږ ته هم د اختر سودا راوړې وای، وايي سترګې مې راډکې شوې، د سودا پنډ مې د دوی کور ته یووړ او کور کې مې بهانه وکړه چې سودا مې هېره شوه، سبا به يې راوړم.

تحسین الله همدرد له خوسته لیکي چې زما پلار تل له غریبانو سره مرسته کوي، يو ځل يې موږ ته د اختر لپاره یو جوړ کالي وکړل خو یوه بل مستحق ځوان ته يې دوه جوړه کالي وکړل. همداسې وخت نا وخت يې د روژه ماتي لپاره خلکو ته غوښه اخيستې. چې دغه د خير کارونه يې موږ هم نورو سره مرسته کولو ته هڅوي.

عرفان عصمت لیکي چې د علینګار سیند په غاړه هر مازدیګر ګڼ ځوانان سره راټوليږي، د دوی تر منځ مو یوه ورځ یوه ځوان ته ورپام شو چې هر ماښام به يې له دې سینده یخې اوبه کور ته وړې، ځکه چې د یخ اخیستلو وس يې نه درلود، موږ ملګري سره راټول شوو او پيسې مو ورته ټولې کړې چې پاتې روژې یخ واخلي او روژه په سړو اوبو ماته کړي.))

متل دی چې انسان ترخپله وسه پړ دی، د پکتیا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرشيد عثماني وايي چې که کوم ځوان له چا سره د مرسته کولو وس نه لري نو دومره خو کولی شي چې د خپلې سيمې تجاران او شتمن خلک نورو سره مرستو ته وهڅوي.

پېغله آرزو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصله ده، دا وايي چې نورو ته په خير رسولو کې که یو خوا اجر دی نو بلخوا په ټولنه کې د خیررسوونکي ځوان شخصیت هم ورسره لوړيږي.

د کابل د پولې تخنيک پوهنتون د دیني علومو استاد سعیدالرحمن احساس هم وايي چې د اجباري او واجبي صدقو لکه ذکات، کفارې او د نذر تر څنګ که یو څوک د خپل نیک نیت په اساس نوره اضافي مالي مرسته له حاجتمندو سره کوي او د خیر ښيګڼې کارونه تر سره کوي، خلک هغه ته په ښه سترګه ګوري او درناوی یې کوي.

یو سندرغاړی وايي چې (رانغلې کمکي اختر ته ستر تا خامخا راشه...ګلې په خندا راشه...)

ستر اختر لا لرې دی، پخير دې راشي خو د دغه سندرغاړي په څېر د یو شمېر تازه کوژده شویو نجونو کورنۍ هم د هلک له کورنۍ (خامخا) عيدي یا اختري غواړي. د میدان وردګ اوسېدونکی شمس الرحمن خو بیا د اختر په شمول ځينې نورې ښې ورځې او مناسبتونه هم یادوي چې د نجلۍ کورنۍ خپله برخه خامخا پکې غواړي، دی وايي چې دا دودونه د مفلسه ځوانانو د بربادۍ سبب کیږي.

څه موده مخکې په ودونو کې د ډېرو لګښتونو د مخنيوي قانون تصويب شو چې د مجردو او په ځانګړي ډول د بې وسه ځوانانو د خوښۍ باعث شو خو دا قانون لا توشيح شوی ندی. په اخترونو کې د نجلۍ کورنۍ ته د عيدي یا د اخترۍ وړلو دود او رسم په اړه دغه ځوانان ( ګلبهار پکتین، نیلوفر، نصیراحمد شهاب او هوسۍ) وايي چې دا یو ناوړه دود دی، ډير ځوانان د داسې بې ځایه دودونو له کبله له ودونو پاتې کیږي، عمرونه يې ډيريږي او بلاخره بهرنیو هيوادونو ته په پيسو ګټلو پسې په ناقانونه توګه سفرونه کوي. دوی په دې نظر دي چې په ودونو کې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو لپاره په ګډه باید جدي مبارزه وشي.

تازه کوژده شوې پېغله لیلا ځکه خوشاله ده چې په وخت عيدي وروړل شوې ده، لیلا وايي چې د هلک کورني اقتصاد ته په کتو باید له هغه د عيدۍ غوښتنه وشي خو د کابل پوهنتون یوه محصله مینا نظري بیا وايي چې عیدي او نوروزي باید د تحفې په ډول وي او تحفه خلک پخپله رضا یو چا ته ورکوي نه په قصداً غوښتلو او شلګۍ.

په اسلام کې یو چا ته د تحفې یا هدیه ورکول جواز لري خو چې پخپله خوښه وي، دا خبره د کابل د پولې تخنيک پوهنتون د دیني علومو استاد سعیدالرحمن احساس کوي او زیاتوي چې که د نجلۍ کورنۍ د خپل زوم کورنۍ عیدۍ یا اخترۍ وروړلو ته مجبوروي او لوړې غوښتنې ترې کوي نو دا د اسلام له نظره یو ناروا کار دی او څوک چې دا ناوړه دودونه پالي ګنهګاريږي.

د واده د لوړو لګښتونو د مخنيوي قانون به کله توشیح او تطبيق شي؟ دا لا همداسې پوښتنه پاتې ده خو که پخپله ځوانان او خصوصاً د نجلۍ کورنۍ د واده اړوند ناوړه دودونو د مخنيوي لپاره کار وکړي نو د غوربند اوسېدونکي فضل مالک ظریف په څېر ګڼ ځوانان به خوشاله او ارامه وي، دی له خپلې خوسرګنۍ ځکه راضي او خوشاله دی چې د عیدۍ، نوروزۍ او داسې نورو بېځایه دودونو څخه يې دی منع کړی و او نه يې ترې غوښتل.

تاندې څانګې پر فیسبوک پيدا کړئ، پته ده:

Facebook.com/tandysangy

او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:

shafaqn@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار یې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:19 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG