د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

د اخترلپاره د کیک او کلچو پیر او پلور


کوچنی اختر راغی په هرځای کې د اخترلپاره د څه نه څه بدلون احساس کیږي او ترډيره سوداګانې ډيریږي.

په اخترونو کې کورونو ته د کیک او کلچو وړل له ډیر پخوا راهیسې یو رواج ګرځیدلی دی او د وخت په تیریدو سره دا سودا نوي شوي او کیفیت یې تغیر موندلی دی.

اخترد ځان سره تل بېلابېل رنګونه راوړي،د هرچا کارپه دې ورځو کې ترډيره بدلون مومي خیاطان، دوکانداران او د ګڼو نورو کسانو شیبې تغیر خوري.

د افغانانو رواج دی چې لږترلږې هڅه کوي د ټولو ستونزو سره اخترڅه رنګه کړي د کور لپاره وچه او تازه میوه، کیک کلچې او د خوراک نور شیان رانیسي.

د اختره مخکې د کلچو او کیکونو پیر او پلور تر ټولو ډير وي غریب او مالدار د اختر لپاره دا مواد رانیولی شي بیه یې مناسبه او په خوند خواږه.

دا د کلچې، کیک او بیکری سامان پخولو یو پخلانځی دی زیات شمېرکارکونکي او ماشینونه لګیا دي چې اختر ته لازم مواد تیار کړي.

خلک چې له اختره څو ورځې مخکې د اختریز دسترخوان په ښایسته کولو لګیا وي وايي، د رواج له مخې راځي کیک، کلچې او نورمواد رانیسي هم یې ماشومان خوشحاله وي او هم میلمانه درانده رخصت شي:

((نوم مې اکبر دی د سهاره راهیسې راوتی یم سودا اخلم بس رسم رواج دی چې باید کلچې، کیک، بسکټ، وچه میوه او نور شیان کورته واخلم، اختر خوشحالي لري مونږ یې په دې شیانو لمانځو.))

د کابل ښارپه دې ورځوکې ترټولو ډير بروبار لري هرڅوک ګرځي چې ښه شی پیدا کړي او څه پیسې هم وسپموي.

محمد رحیم چې په لاسونوکې یې د بیکری خواږه په لاس کې نیولي وه ازادي راډيو ته وویل د تیرکال په پرتله هرڅه قیمت شوي خو اختر اختر وي او حتما کور ته مروج شیان وړي:

((اختر ته بېلابېل شیان اخلم څه مې اخستې او نن دا بسکټ شیان اخلم، د تیرو کلونو په پرتله څه توپیر راغلی خو زما په سودا کې څه کموالی نه دی راغلی هغه شیان چې تیر کال مې اخستي وه اوس یې هم اخلم.))

په افغانستان کې د اخترد نورو تیاریو ترڅنګ هغه چې وس یې لري ماشومانو ته نوي کالي اخلي، انجونو ته د کالیو ترڅنګ بنګړي چپړکې او د ښایست نور شیان رانیسي د کور د د دسترخوان رنګ بدلیږي او د ډیرو خلکو د خولو خوند هم خوږ.

د کلچه پزیو او بیکریو کار د اختر لپاره څومره جوړ وي؟

په بګرامیو کې د حاجي شیرزمان احمدزي د کلچه پزی مسول محمد زمان ازادي راډیو ته وویل د څه کم دوه میاشتو راهیسې یې د اختر لپاره خواږه شیان پاخه کړه خو د اختر څخه دوه ورځې مخکې دا اټکل یې سم نه وه:

((یونیم لک مال مې د یوې نیمې میاشتې راهیسې تیا کړخو دا مال اوس ختم شوی دلته له هرځایه خلک راځي او سږکال موږ همدومره اټکل کړی وه چې مال به وځي خو اوس ګورو چې مال مو کمبود کړی دی.خلک دا خواږه شیان ډير زیات اخلي او اختر رنګه کوي.))

هغه وايي، که څه هم هر څه قیمت شوي او د ډالرو بیه لوړه شوي خو د تیروکالونو په پرتله سودا ډیره ده.

په کابل کې د یوې بلې بیکری کارکونکي محمد رحمان څخه مې وپوښتل چې د سږ کال اختر د نورو څخه څه توپیر لري:

((سږکال مو ماشینري پراخه کړي او ډير نوي شیان مو راوړي خلک د ښه کیفیت شیان خوښوي موږهڅه کوو چې همداسې بیکري مواد تولید کړو او سږ کال خرڅلاو ډير زیات دی.))

کلچې او کیک پخونکي که له سیزنه خوشحاله دي او مشران د دسترخوان د رنګه کولو لپاره بېلابېل شیان کور ته وړي ماشومان څه وايي.

حمیدالله وایي، اخترته ځکه خوشحاله یم چې نوي کالي اغوندم، کیک او کلچې پریمانه وي:

((زه خو اختر ته ځکه خوشحاله یم چې په اختر کې هر څه ډير وي زما پلار کیک راوړي،بسکټ راوړي او چاکلیټ راوړي زه یې ښه خوړلی شم.))

له دې سره کوچنی دا اختر داسې وخت له ځان سره دا تیاری راوړي چې په هېواد کې ډير شمېرکورنی له غربته، کډوالی او ناامنی زوریږي او اخترلکه د عادي نورو ورځو په څير تیروي.

بل خوا دیني عالمان بیا له خلکو غواړي چې د اخترخوشحالي یوازې تیره نه کړي بلکې د وس مطابق په خپل ګاونډ او سیمه کې د بې وزلو لاسنیوی وکړي او په کمو امکاناتو د اختر خوشحالي د دوی له کورنو ورسوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG