د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

نادري: تر سنبلې میاشت پورې به د خواجه رواش او خوشحال خان بلاکونو یوه برخه بشپړه شي


د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت ډاډ ورکوي چې د کابل ښار د خوشحال خان مینې او خواجه رواش د بلاکونو د جوړولو یوه برخه به بشپړه شي.

د کابل د لګسونو ښاریانو د اعتراضونو پر وړاندې چې په دې پروژو کې د اپارتمانونو مستحق ګڼل شوي؛ د ښاري پراختیا وزیر وايي چې د خواجه رواش او خوشحال خان د بلاکونو یو شمېر اپارتمانونه به د روان کال د سنبلې ترپنځلسمې پورې بشپړ شي.

د ښاري پراختیا وزیر سید سعادت منصور نادري د دوشنبې په ورځ د دې پروژو د لیدو پرمهال وویل چې په نږدې راتلونکې کې به په خوشحال خان پروژه کې اته او د خواجه رواش په هغې کې، نوولس بلاکونه بشپړ شي:

((دې ټولو شرکتونو موږ سره ژمنه وکړه چې اوس روژه ده؛ کار لږ څه ګران دی، خو له روژې وروسته به د شپې ترلسو بجو کار وکړو.

د سنبلې ترپنځلسمې پورې دوی باید موږ ته دغه دوه پروژې تسلیم کړي.))

د ښاري پراختیا وزیر دا خبرې په داسې حال کې کوي چې څه باندې لس ورځې مخکې د کابل په لسګونو ښاریانو چې په دې پروژو کې د اپارتمانونو مستحق ګڼل شوي او د دوی په خبره، پیسې یې هم دولت ته رسولي؛ د دې پروژو پر سستو کارونو اعتراضونه ورکړل.

د یادو پروژو د کارونو د سستوالي له امله جمهور ريیس اشرف غني د روانې میاشتې په لومړیو کې؛ د ښاري پراختیا وزارت شپږ لوړ پوړې چارواکي له دندو ګوښه او د اداري فساد په تور لویې څارنوالي ته پیژندل شوي دي.

خلک وايي، باور نه کوي چې د سنبلې تر پنځه لسمې به پر دغو پروژو لازم کارونه وشي.

خو د ښاري پراختیا وزیر وايي، د ساختماني شرکتونو ژمنه یې اخیستې چې تر ټاکلي نېټې به خپل کارونه بشپړ کړي.

ده وویل، که د شرکتونو په چاروکې ځنډ رامینځته شي؛ قانوني چلند به ورسره وکړي:

((که موږ پوه شو چې کوم شرکت د سنبلې ترپنځه لسمې پورې خپل کار نه بشپړوي؛ موږ به یې د تړون د موادو سره سم، بلیک لست کړو.))
ېره پردې د ښاري پراختیا وزارت وايي؛ هڅې یې تیزې کړي چې د دې وزارت، د نورو پروژو چارې هم ګړندۍ کړي.

په عین وخت کې خلک د دې پروژو د کارونو پرکیفیت هم تاکید کوي.

په دې اړه د ښاري پراختیا وزارت ډاډ ورکوي چې د کارونو کیفیت په پام کې نیول شوی دی.

دا چې د دې پروژو ځینې اپارتمانونه به ترټاکلې نیټې پورې بشپړ شي او که نه؟ دا به وروسته معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG