د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

کورنیو چارو وزارت په ځینو ولایتونو کې پر خلکو د وسلو د ویش مساله څېړي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د هغو ادعاو په اړه څيړنې کوي چې ویل کیږي د د بدخشان ولایت په ځينو سیمو کې حکومتي کړۍ په خلکو وسله ویشي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت که له یوې خوا په بدخشان ولایت کې د وسلو د ویشلو موضوع ردوي؛ له بلې خوا ټينګار کوي چې حکومت د غیر مسووله وسله والو د پیاوړي کېدو طرفدار نه دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي؛ دوی د هغو ادعاوو په اړه پلټنې کوي چې ویل کیږي؛ د بدخشان ولایت په ځينو ولسوالیو کې په عامو خلکو وسلې ویشل شوي دي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل؛ که د دوی څېړنو څه ثابت کړل، نو په دې اړه به لازم اقدامات وشي:

((د کورنیو چارو وزارت له لارې هیڅکله او هیڅ چېرته وسله توضیع شوي نه ده او نه به هم توضیع شي او زه فکر نه کوم چې په دې ولایت کې دې وسله ویشل شوي وي؛ خو که بیا هم داسې موارد وو مونږ په لومړی پراو کې دا موضوع څيړو او له هغې وروسته که څه وو موږ دا موضوع د امنیت شورا او د ولسي جرګې له وکیلانو سره شریک کوو.))

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي وايي؛ د بدخشان ولایت په ځينو باامنه سیمو کې چې له تاجکستان سره پوله لري په خلکو وسله ویشل کیږي.

دوی وایي، دا کار د خلکو په خوښه نه ده؛ بلکې ځينې کړۍ غواړي قصداً دا سیمې له ګواښ سره مخ کړي.

د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي وایي؛ یو شمېر کړی د شخصي ګټو په خاطر هڅه کوي چې د بدخشان په ارامو سیمو کې د ډلو ټپلو جګړو ته لمن ووهي.

په همدې حال کې د دې ولایت بل استازی ذکریا سودا وايي؛ دا مهال نږدې څلور سوه د اسلامي دولت ډلې جنګیالي او د اوه سوو په شاوخوا کې وسله وال طالبان او ځینې بهرني جنګیالي د بدخشان ولایت په ناامنه سیمو کې فعالیت لري.

د چارو یو شمېر کارپوهان او د ولسي جرګې ډېر غړي په دې باور دي چې دولت د بدخشان په شمول په ډېرو سیمو کې دې ګواښونو ته جدي پاملرنه نه ده کړي.

کارپوه مرزا یارمند د ازادي راډيو ته وویل؛ په عامو خلکو وسله ویشل امنیت ته ګواښ دی او حکومت باید د داسې کارونو مخه ونیسي.

((د یوه پروسیجر نه شتون چې د وسلې لرونکي او اخستونکي ضمانت وکړي؛ د ناورین سبب کیږي، په کلیو، بانډو او ولسوالیو کې خپل منځي اختلافات وي؛ نو دا کار دا کسان حاکم کوي او حکومت په هغو سیمو کې تر سیوري لاندې راځي؛ نو که داسې څه پروګرام وي باید ژر یې مخه ونیول شي؛ تر څو بې ثباتي ډيره نه شي.))

په همدې ډول نوموړی وایي؛ که دولت غواړي د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره په خلکو وسله وویشي؛ نو دا کار باید د قانون په چوکاټ کې ترسره شي.

بل په غیر مسووله فعالیتونو دا اندیښنې داسې وخت وراضافه کیږي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلک د غیرمسووله وسله والو ګروپونو له شتون څخه تنګ شوي او وايي د دوی فعالیتونو بې نظمی او غیرقانوني کړنو ته لار هواره کړي ده.

XS
SM
MD
LG