د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

ګټرز: نړېوال دې په پاکستان کې افغان کډوال له یاده نه باسي


د کډوالو لپاره د ملګروملتونو یو لوړ پوړي چارواکي د سې شنبې په ورځ پر نړېواله ټولنه غږ وکړچې په پاکستان کې میشت افغان کډوال دې له یاده نه باسي.

پاکستان په نړۍ کې د یو نیم میلون کډوالو په لرلو چې ډیری يې افغانان دي دویم هېواد دی چې ګڼ شمېرکډوال په کې اوسي.

سره له دې چې له پاکستانه په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېرافغانان خپل هېواد ته ستانه شوي خولا هم په دې هېواد کې یو ډیر شمېرافغانان پاتې دي چې د کلونو راهیسې د کډوالو په کمپونو کې په ناسمو شرایطو کې ژوند کوي.

سږکال پنځه شپیته زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوې دي، دا شمېرد تیرکال په مقایسه چې په کې پنځه ویشت زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي و ناڅاپي زیاتوالی ښيي. د فرانسې خبري اژانس وايي، پاکستان لیواله دی چې نورافغان کډوال هم له دې هېواده ووځي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر انټونیو ګټرز چې په پاکستان کې یې د افغانانو ځیني کمپونه کتلي وايي، افغانستان چیرې چې د طالبانو په وړاندې امنیتي بریاوې لړزانده او له لاسه وتلی شي، باید داسې شرایط رامنځ ته کړي چې د دې هېواد څخه کډه شوي خلک ورستنیدو ته زړه ښه کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د دې لوړ پوړي چارواکي له خولې د فرانسې خبري اژانس وايي:

((د نړېوالې ټولنې پاملرنه په ناڅاپي توګه د منځني ختیځ کړکېچونو ته اوښتي لکه د سوریې، عراق او یمن شخړو او له دې کبله کډه شویو خلکو ته.))

نوموړې یادونه وکړه چې افغان مهاجر اوس هم د شمېرله پلوه له سوریې وروسته په نړۍ کې دویم ځای لري.

انټونیو ګټرز وویل، نړېوالې ټولنې څخه مې غوښتنه دا ده چې دا مسولیت دې یوازې پاکستان، ایران او د افغانستان نورو ګاونډیو هېوادونو ته نه پریږدي، بلکې دا ګډ مسولیت دی او ټول باید اوږه ورکړي.

تیره اونۍ ملګرو ملتونو په یو راپور کې وویل، په نړۍ کې د جګړو، تاوتریخوالي او شخړو له کبله د کډوالو شویو خلکو شمېرپه بې سارې توګه شپیتو میلونو ته رسیدلی چې نیمايي یې ماشومان دي.

له هغې را وروسته چې په تیر ډیسمبرمیاشت کې په پېښور کې وسلوالو طالبانو پر یو پوځي ښونځي برید وکړ، په پاکستان کې افغان کډوال له زیاتیدونکې فشار سره مخ دي.

د کډوالو نړېوال سازمان یا ( اۍ او ایم ) وايي په پاکستان کې د چارواکو فشار د دې سبب شوی چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د وړم کال د همدې مودې په مقایسه افغانستان ته د ستنیدونکو افغانانو شمېر نهه چنده زیات شي.

له ستنو شویو کډوالو څخه یې ډیر یې په افغانستان کې د کار او سرپنا د نشتوالې له ستونزې سره مخ دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر اټونیو ګټررز د افغانستان په مالي ملاتړو غږ کړی چې د دې هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره دې پانګونه وکړي څو د کډوالو د ستنیدو لپاره وړ شرایط برابر کړی شي.

XS
SM
MD
LG