د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

اریا: زیات فساد د تړونونو او تدارکاتو په برخه کې دی


د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه وايي چې لا هم د افغانستان په یو شمېر وزارتونو او ادارو کې پراخ اداري فساد موجود دی.

د دې کمېټې سرپرست عبدالعزیز اریا له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د دوی ارزونې ښيي چې ډېری فساد د قراردادونو او د عامه خدمتونو په څانګو کې دي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت وايي، د اداري فساد په وړاندې یې جدي مبارزه پيل کړې، خو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه وايي چې له دې مبارزې سره-سره اوس هم په ځینو حکومتي ادارو کې پراخ اداري فساد موجود دی.

د دې کمېټې سرپرست عبدالعزیزاریا له ازادي راډيو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، د دوی موندنې ښيي چې ترټولو زیات فساد د قرارداونو او تدارکاتو په برخه کې او همدارنګه د عامه خدمتونو په ادارو کې موجود دی:

((په لومړي سر کې زیانمنونکې څانګې قراردادونه، تدارکات، قرارداونو تطبیق، د عامه خدمتونو ټولې څانګې، د شهیدانو معلولینو، تقاعد، لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارتونه او همدارنګه د کانکورکمېټه او د اسنادو ورکول په پروسه کې د فساد ستونزې موجودې دي.))

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشراشرف غني د لوړې په مراسمو کې ویلي و چې له اداري فساد سره مبارزه یې په کاري لومړیتوبونه کې ده.

د ملي وحدت حکومت د کارپه پيل کې د کابل بانک قضیه وڅیړله چې یو شمېرمجرم پيژندل شوي کسان یې بندیان کړل، د ښار جوړونې وزارت ځیني لوړ پوړي چاراوکي چې په فساد کې ښکېل و، څارنوالۍ ته یې معرفي او همدارنګه یې د ملي دفاع وزارت هغه قراردونه هم لغوه کړل چې پراخ فساد په کې موجود و.

د فساد په اړه په یوه نوي نړېوال رپوټ کې راغلي چې افغانستان د خپل پخواني بد حالت نه اوس څلورشمېرې مخکې شوی دی.

بل خوا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتشې ادارې یا سیګارله اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت هڅې د تیرې ادارې په پرتله ښې ارزول دي.

سیګار ویلي چې په تېرو کلونو کې د اداري فساد له امله پيدا شویو ګواښونو ته پاملرنه نه کېده او په دې برخه کې سلګونه میلیونه ډالره ضایعه شوي دي.

په ورته وخت کې د حکومت د اجراييه ریاست مرستیال ویاند مني چې په ځینو حکومتي ادارو کې د فساد ستونزې موجودې دي او وايي چې له منځه وړل یې وخت نیسي.

جاوید فیصل ازادي راډيو ته وویل، حکومت د بهرنیو مرستو راجلبولو او له ملت سره د کړیو ژمنو له مخې مجبوره دی چې په حکومتي ادارو کې اداري فساد له منځه یوسي:

((حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې پخه اراده لري، حکومت ژمن دی چې فساد له منځه یوسي، حکومت په خپله ژمن باندې ټینګ ولاړ دی، له فساد سره مبارزه پیل شوې، تر اوسه له یو مخې فساد نه ورک شوی په تدریجي توګه به دغه مبارزه نتیجه ورکړي او فساد به له دولتي ادارو ورک کېږي.))

د چارو څیړونکې وایي، که چېرې افغان حکومت نړېوالو ته قناعت ورکړي چې له اداري فساد سره په مبارزه کې ژمن دی او په دې لارې کې جدي هڅې کوي، نو افغانستان به د نړېوالو مرستې راجلب او هغه مرستې چې مخکې یې له افغانانو سره ژمنې شوې وي هغه به افغانستان ته وسپارل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG