د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

اوباما او مېرکل پر روسیې د لګېدلو بندیزونو پر دوام موافقه وکړه


د امریکا اوجرمني مشرانو پر روسیې د لګېدلو بندیزونو پر دوام موافقه وکړه.

بارک اوباما او انګېلامېرکل ویلي دي چې پر روسیې لګول شوي بندیزونه به د مینسک د موافقې د عملي کېدو او د اوکراین د ملي حاکمیت حق ته د مسکو د درناوي تر وخته پرځای پاتې شي.

اوباما او مېرکل دا موافقه د جرمني په باویریا ایالت کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو له سرمشریزې مخکې په پرونۍ کتنه کې وکړه.

سپینه ماڼۍ وايي، د متحدو ایالاتو ولسمشر او د جرمني صدراعظمې موافقه کړې چې د مینسک د دوهمې موافقې د بشپړ تطبیق او د روسیې له خوا د اوکراین د ملي حاکمیت حق ته د درناوي تر وخته پورې پر مسکو لګول شوي بندیزونه باید دوام وکړي.

انګېلامېرکل له بارک اوباما سره ترکتنې وروسته د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د ټولنې سرمشریزې ته په وینا کې وویل چې روسیه په اوکراین کې د خپلو اقداماتو له کبله سمدستي باید له جي اوه G7 ډلې څخه چې دې د ارزښتونو ټولنه وبلله وتلې وي.

تمه ده چې د ټولنې واړه اوه غړي به په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې د اوکراین په اړه ګډ بیان هم خپور کړي.

مېرمن مېرکل وویل دا تمه لري چې د جي اوه مشران به په دې برخه کې ګډ دریځ ولري.

د برتانیا صدراعظم دیوید کمېرون د G7 په سرمشریزه کې د ګډون پرمهال خبریالانو ته وویل، د اروپايي ټولنې ۲۸ غړي باید له هغو زیانونو سره سره چې پر روسیې د بندیزونو د دوام له کبله پرې راځي په دې برخه کې یوموټی پاتې شي.

د پولنډ صدراعظم ډونالډ ټوسک Donald Tusk چې هېواد یې د اروپايي ټولنې دوره یي مشري کوي وویل، د مینسک دوهم موافقه په بشپړ ډول نه ده عملي شوې نو ځکه اوس سوال دا دی چې آیا پر روسیې نور بندیزونه ولګول شي کنه:

((زما مقصد دا دی چې نن د روسیې پرضد د بندیزونو د پالیسۍ په برخه کې یووالی تایید کړو.

اجازه راکړئ په ډاګه ووایم چې روان وضعیت ته په کتو سره که څوک غواړي د بندیزونو د څرنګوالي په اړه یو بحث پیل کړي نو بحث یوازې پردې کېدای شي چې ایا دا بندیزونه پراخ کړو کنه.))

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادو په ډله G7 کې جرمني، برتانیا، فرانسه، ایټالیا، جاپان، کاناډا او امریکا غړیتوب لري.

روسیه په خپل قلمرو کې د اوکراین د کریمیا ټاپو له ضمیمه کولو وروسته له دې ټولنې څخه چې هغه مهال د جي اته په نوم یادېده واېستل شوه.

د اروپايي ټولنې مشر وویل، په دې ډله کې د روسیې بیا غړي کېدل د مسکو په بهرني سیاست کې له بدلون سره تړلی سوال دی.

امریکا او اروپايي متحدانو یې وروسته له دې چې روسیې تېرکال د اوکراین کریمیا ټاپووزمه په خپل قلمرو پورې وتړله په څو پړاوونو کې پر روسیې اقتصادي بندیزونه ولګول.

په تېره فبرورۍ میاشت کې د اوکراین په ختیځ کې د اوربند په اړه په مینسک کې دوهمه موافقه لاسلیک شوه. که څه هم د دې موافقې له لاسلیکېدو سره د اوکراین په ختیځ کې جګړې تر ډېره کمې شوې خو له اوربند څخه په منظم ډول سرغړونې هم شوې دي.

په دې وروستیو کې د اوکراین په خیتځ کې د تشدد د نوې څپې په اړه راپورونه ورکړل شوي دي. دواړه خواوې یوبل له اوربند څخه په سرغړونو تورنوي.

اروپايي څارونکي روس پلوي بېلتونپال د تشدد په پیل ګرم بولي.

XS
SM
MD
LG