د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

ایکونومیک ټایمز: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د پاکستان ښکېلول


نړېوالو رسنیو پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني د لیک او د کندهار د امنیه قومندان عبدالرازق په اړه مطالب خپاره کړي دي

ایکونومیک ټایمز:

هندي ایکونومیک ټایمز ورځپاڼه، پاکستاني چارواکو ته د افغان ولسمشر له خوا د استول شوي لیک په اړه په یوه مطلب کې لیکي؛ افغان ولسمشر اشرف غني په دغه لیک کې له پاکستان څخه د طالبانو پرضد د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.

د ټروریزم په وړاندې د همکاري د زیاتوالي دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې نوموړی په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ د یوه تفاهم لیک پرسرله سختو انتقادونو سره مخ شوی دی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، غني په دغه لیک کې چې محتوا یې چارواکو له رسنیو سره شریکه کړې؛ د اسلام اباد له ملکي او پوځي مشرانو څخه غوښتنه کړې چې د طالبانو پسرلنی عملیات وغندي او هم یوځل بیا د پولې اخوا د سخت دریځو وسله والو د پناه ځایونو د له منځه وړلو لپاره د کابل د اوږدې مودې پرغوښتنې ټینګار کړی دی.

د ورځپاڼی له دې لیکنې سره سم اشرف غني دغه راز له پاکستانه څخه غوښتنه کړې چې د طالبانو د پیښور او کوټي د مشرتابه شوراګانو غړی دې نظربند کړي او د حقاني شبکې غړي دې په افغانستان کې د وروستي ترویستي کمپاین په خاطر بندي کړي.

د ورځپاڼې په وینا، د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د پاکستان ښکېلول د اشرف غني د حکومت پرهغې پالیسي کې ستر بدلون په ډاګه کوي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې هېواد پر وړاندی مخ ته وړله. هغه اسلام اباد د افغانستان پر بې ثباتي تورن کړی و.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کندهار د امنیي قومندان په اړه په یوه مطلب کې لیکي چې جنرال عبدالرازق وایي، له ده نه نورحساب ورک شوی چې ځو ځلې به طالبانو پرې د حملو هڅې کړې وي.

د ورځپاڼې په وینا، ۳۷ کلن عبدالرازق په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د قدرت او هم د دښمنانو د موندلو مزل پیل کړ.

دغه د امریکایي پوځیانو له خوا روزل شوی د سرحدي پولیسو ځوان افسر چې د پخواني افغان ولسمشر د اعتماد وړ شخص و او نن یوشتمن قوی سړی دی؛ په یاغیانو او ملکیانو کې یوشان ویره خپره کړې ده.

د نیویارک ټایمز په وینا، خو له دې ټولو سره - سره د افغانستان په جنوب کې تر ټولو پیاوړی دغه شخص نن له یوه داسې حالت سره مخ دی چې ده ورسره عادت نه درلود، اندیښنه او ویره.

د افغانستان په سیاست کې وروستی بدلون ته په پام سره جنرال عبدالرازق ګومان کوي چې نور به هغه لاس ته راوړنې چې د طالبانو د فعالیت مرکز کندهار یې په یوه امن ځای بدل کړی دی؛ د نویو بدلونونو له لړۍ ونه ژغوري.

د نیویارک ټایمز په وینا ویل کیږي؛ اشرف غني د سیمه ییزو چارواکو د تبدیلۍ په ترڅ کې غواړي د هغه پرځای کندهار ته نوی د امنیې قومندان وټاکي.

د ورځپاڼې په لیکنه، جنرال عبدالرازق چې له بشري حقونو څخه په سرغړونو او د مخدره موادو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن دی؛ اشرف غني ځکه ورته پام اړولی چې غواړي د خپل هېواد حیثیت او اعتبار لوړ کړي.

XS
SM
MD
LG