د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

ناامنۍ په شمالي ولایتونو کې د کوکنارو کښت ته زمینه برابروي


په داسې حال کې چې تر دې وړاندې تر ټولو ډېر کوکنار په هلمند او کندهار ولایتونو کې کرل کیدل؛ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت اوس اندیښمن دی چې له نا امنیوو سره د هېواد په شمالي ولایتونو کې د کوکنارو کر هم زیات نه شي.

بل خوا دا وزارت د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره د کمپاین خبره کوي او وایي چې د هېواد په پنځو جنوبي ولایتونو کې دا پروسه پیل شوې او ټاکل شوې چې سږ کال د دې ولایتونو شل زره جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړي.

د دې وزارت ویاند عبدالقیوم سامر د ازادي راډيو سره په خپرو کې وویل؛ تر اوسه ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه پاکه شوې او له دې ټولو هڅو سره دوی د هېواد شمالي ولایتونو ته اندیښمن دي چې په دغو ولایتونو کې خلک د کوکنارو کر ته مخه نه کړي:

((هغه اندیښنې چې موږ یې لرو د ناامنۍ زیاتوالی دی؛ دا کولای شي، د هغو ولایتونو لپاره یو ګواښ وي چې هلته د کوکنارو کښت صفر و.

موږ عملیات پیل کړي او تر اوسه پنځه سرتیرې هم د کوکنارو د له منځه وړلو په پروسه کې وژل شوي دي.

دا چې دا ناامنۍ اوس شمالي ولایتونو ته غځېدلې؛ د کوکنارو د له منځه وړلو او کرنې په برخه کې یې جدي اندیښنې پیدا کړي دي.))

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایي؛ دا مهال په هلمند، کندهار، زابل، فراه او ارزګان ولایتونو کې د کوکنارو ضد تصفیوي عملیات روان دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په دې ولایتونو کې د هېواد ۹۰ فیصده نشه یي توکي تولیدیږي او دا اندازه ممکن د ناامنیو له امله ځینې نورو ولایتونو ته وغځیږي چې ممکن دوه برابره شي.

د هېواد په شمال کې د کوکنارو کښت ته د زمینې برابرولو په اړه اندیښنې په داسې وخت څرګندیږي چې دا ولایتونه په دې وروستیو کې ناارامه شوي او ډېر خلک ګمان کوي چې د مخدره موادو قاچاق کوونکي او سیمه ییز زورواکي به له دې موقعې ناسمې ګټې پورته کړي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو سره د مبازې او جرمونو په برخه کې ادارې هم ویلي چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت او تولید ډېر شوی او افغان حکومت د هغې د له منځه وړلو لپاره جدي اراده نه لري.

بل خوا افغان کارپوهان دا څرګندونې تایدوي او وایي چې یو شمېر سیمه ییز چارواکي د کوکنارو کښت ته لمن وهي او دوی په دې کار کې خپلې ګټې ویني.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پخواني وزیر جنرال خدایداد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

((کال په کال په افغانستان کې له نشه یي توکو سره مبارزه کمرنګه شوې او دا کار د افغان حکومت له وسه وتلی دی.

د دولت وسله وال مخالفین، اداري فساد، جنګ سالاري او د نشه یي موادو کرنه او د هغې قاچاق یو له بل سره ځنځیر لري.

یواځينی کار چې افغان حکومت کولای شي، ورته انګیزه پیدا کړي؛ دا ده چې د تروریزم او د کوکنارو د کښت سره یو شان مبارزه وکړي.))

له دې سره د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وایي؛ په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د مخدره موادو د تولید له درکه هر کال اویا ملیارده ډالر د قاچاق کوونکو لاس ته ورځي چې ویل کېږي؛ دېر ځلې د وسله والو مخالفینو مالي ملاتړ ته زمینه برابروي.

دا وزارت له نړېوالې ټولنې غواړي چې د کوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې له افغان حکومت سره مرستو ته دوام ورکړي؛ تر کومې چې ورته د حل دایمي زمینه برابره شي.

خو کارپوهان وایي، یواځې د نړېوالې ټولنې په مرسته څه نه کېږي؛ دوی وایي، تر هغه چې افغان حکومت له نظام څخه د نشه یي توکو کاروباریان او ملاتړي لرې نه کړي؛ یوازې مرستې نه شي کولای چې دا لوړ ګراف را ټیټ کړي.

XS
SM
MD
LG