د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

نافع: د سیلابونوله امله لس ولایتونه زیانمن شوي


د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې اداره وایې، د وروستیو سیلابونو له امله د هېواد په لسو ولایتونو کې شاوخوا ۹۰ کسان مړه شوي دي.

د دې ادارې چارواکي وایې، سیلاب ځپلوته یې د مرستو لړۍ پیل کړې او راتلونکي ته یې هم لازم تدابیر نیولي دي.

سره له دې چې په هېواد کې د وروستیو بارانونو په نتیجه کې نږدې ۹۰ کسان مړه شوي دي، په لسګونو جریبه زراعتي ځمکه، سلګونه کورونه یې هم ویجاړ کړي او په ډیرو ولایتونو کې یې مواصلاتي خنډونه رامنځ ته کړي دي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې افغان اداره وایې، په وروستیو دوه اونیوکې د هغو ارقاموله مخې چې له دوی سره ثبت دي؛ د سیلابونو له امله اته اتیا کسان مړه شوي او اته سوه دیرش کورونه وران شوي دي.

د دې ادارې د مطبوعاتو مسول سید احمد نافع د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د سیلابونوله امله لس ولایتونه زیانمن شوي چې ورته د مرستو د رسولو لړۍ هم پیل شوي ده:

((هغه ارقام چې تراوسه موږ ته را رسیدلي دي ښيي چې په د ثور له اومې نیټې وروسته ۸۸ کسان مړه شوي او ۸۳۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

په دې کې ډیرې ونې او ځمکې هم زیانمنې شوي دي؛ له زیانمنو سره زموږ مرستې دوام لري او ورته پاملرنه کېږي.))

له طبیعې پیښو سره د مبارزې ادارې د معلوماتوله مخې، تر ټولوډيرپه بدخشان، کندز، تخار، سمنګان، غور، زابل، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې سیلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

دا اداره وایې، چې په نږدې راتلونکي کې د نورو سیلابونو راوتلو اندیښمن کړي دي او ښايي د زیانمنو شمېر لوړشي.

د راپورونو له مخې، د سیلابونو سربیره د هېواد ځیني برخې د ځمکې ښوېیدو له ګواښ سره هم مخ دي.

له دې سره د بغلان ولایته څو سیلاب ځپلو ازادي راډيو ته پیغامونه رالیږلي او شکایت یې کړی، چې ورسره لازمې مرستې نه دي شوي:

((د دویم سړک اوسیدونکې یم؛ زموږ په کور کې هیڅ شی نه دي پاتې، ځیني شیان مو اوبو یوړه او ځیني له دیوالونو لاندې شول.))

د محمد عمر په نوم یو بل کس ازادي راډیو ته ویلي، د سیلابونو زیانونه بې ساري دي تردې چې خلک له کر او کښت څخه پاتې شوي:

((له دې پرته چې پنځه سوه کورونه تخریب شوي خلک مړه او ټپیان هم لري؛ حیوانات او کورونه یې له منځه تللي او شاوخوا یو لک پنځه ویشت زره جریبه ځمکه له کښت پاتې ده.))

بل خوا له دې پیښو څخه لسګونه کورنۍ د هېواد دننه بې ځایه شوي او د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایې، چې له دغوکسانو سره د سرپناه مرستې کوي.

سره له دې چې د سیلاب ځپلو او نورو طبیعي پیښو څخه د زیانمنو شویو کورنیو سره افغان چارواکو تل د مرستو ډاډ او ژمنې ورکړي دي، خلک شکایت کوي چې د مرستو ویش عادلانه نه وي او نه هم ډیرکله د اصلي زیانمنو تر لاسونو رسیږي.

XS
SM
MD
LG