د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

په فراه کې امنيتي ستونزې او پرمختګونه څېړل شوي


په ولایت په ولایت پروګرام کې نن د فراه والي او د ولایتي شورا رييس زموږ مېلمانه دي.

فراه د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات، غور، هلمند او نیمروز ولایتونو ترمنځ پروت ولایت دی چې په لوېدیځ کې یې ایران موقعیت لري.

په وروستیو ورځو کې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د مرکز فراه ښار د نیولو هڅه وکړه خو افغان امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

د فراه د چارواکو په وینا د دولت وسله والو مخالفانو له شپږو خواوو پر فراه برید وکړ خو ونه توانېدل چې ښار ته ننوځي. د فراه وضعیت اوس څرنګه دی؟

د فراه والي محمد آصف ننګ والي او د فراه د ولایتي شورا ريیس فرید بختور د دې خپرونې، چې عصمت څاروان یې وړاندې کوي، مېلمانه دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:45:48 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG