د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د مارچ اتمه، په نيمه نړۍ کې


د مارچ اتمې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت؛ په افغانستان کې د امریکا سفیر میرمن "فاطمه مکنلي" او د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ پیامونه لرو او د خپرونې په دویمه برخه کې مو په کابل کې د یوې کوچۍ میرمنې له ژونده خبروو.

د مارچ اتمه یا د ښځو نړیواله ورځ په افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د ښځو د مبارزو او خپلو مشروع حقونو د لاس ته راوړلو په خاطر لمانځل کیږي.

په ۱۸۷۵ کال د مارچ په اتمه نیټه د نیویارک په ښار کې د ټوکر اوبدنې د کمپنیو ښځینه کارکوونکو، د خپل کار د شرایطو د ښه کېدو او معاش د لوړېدو په خاطر مظاهره وکړه؛ خو دا مظاهره له سخت غبرګون سره مخ شوه او وځپل شوه. خو همدا اعتراض د دې باعث شو چې د ښځو د حقونو مساله د لومړي ځل لپاره راپورته شي.

له دې مظاهرې نه وروسته کارګرو ښځو په پټه او ښکاره ځینې حرکتونه کول؛ په ۱۹۰۷ کال د مارچ په اتمه د امریکا د نساجي فابریکې کارکوونکو ښځو د لس ساعته کار پر ضد په پراخ اعتراض لاس پورې کړ چې یو شمېر ښځې په کې بندیانې هم شوې.

د ښځو د حقونو د اعادې په خاطر دې مبارزو کلونه کلونه دوام وکړ چې په پایله کې په ۱۹۷۵کال کې د مارچ اتمه نیټه د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د ښځې د نړیوالې ورځې په توګه اعلان شوه او اوس هرکال د مارچ اتمه په ټوله نړۍ او افغانستان کې هم لمانځل کیږي؛ خو ځینې خلک نیوکه کوي چې یوازې د مارچ د اتمې- لمانځنه نه شي کولای د میرمنو په ژوند کې بد لون راولي؛ په دې برخه کې هر اړخیز کار ته ضرورت دی.

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:35 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG