د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

پاکستان د شربت بي بي د اوسیدو د جعلي اسنادو په هکله څیړنې کوي


پاکستاني چارواکي د هغې شین سترګې ښځې د اوسیدو د جعلي اسنادو په هکله تحقیقات کوي چې په نولسوه پنځه اتیاوم کال یي عکس د نیشنل جیوګرافیک مجلې په پښتۍ خپور او په ټوله دنیا کې مشهور شو.

کله چې عکاس ستیفوي مککوري د کډوالو په یوه کمپ کې د شربت ګلې عکس واخیسته هغه مهال دولس کلنه وه.

ستیفوي مککوري اولس کاله وروسته شربت ګله په ۲۰۰۲ کال کې پیدا کړه چې د افغانستان په یوه کلي کې اوسيده، یو نانباي سره یي واده کړې او درې لوڼه لري.

پاکستاني چارواکي وايي، شربت ګلې تیرکال په پیښورکې د شربت بي بي په نوم د پاکستاني تذکرې لپاره درخواستي کړې.

نوموړې د هغو زرګونو افغانانو څخه ده چې د پاکستان کمپیوټري سیستم یي غولولې او تیر کال یې تذکرې ترلاسه کړي.

د نادرا یا د پاکستان د نفوسو د ثبتولو د ملي ادارې یو ویاند فایق علي چچرد فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د شربت ګلې د قضیې په هکله تحقیقات روان دي.

هغه ویلي چې دا د زرګونو قضیوڅخه چې تیرکال کشف شوې یوه ده او تحقیقات یي روان دي.

هغه وویل چې د موږادارې د شربت بي بي قضیه شپږ میاشتې مخکې کشف کړه او د تحقیقاتو ادارې ته یي واستوله.

فایق علي چچرد فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ډیرافغان کډوال د جعلي اسنادو له لارې د پاکستان د تذکرو د لاس ته راوړلو هلې ځلې کوي.

هغه وايي چې د نادرا د ادارې له تاسیس وروسته په تیرو دولسوکلونو کې دوی د ۲۳ زرو افغان کډوالو جعلي اسناد کشف کړي دي.

شربت ګلې د خپل نوم د ثبتولو په مهال ویلي چې په ۱۹۶۹ کال پیښور کې زیږیدلې.

د فورمې په عکس کې یي د مککوري د عکس هماغه شنې سترګې او مشهورمخ له ورایه ښکاري. خو اوس یې عمرزیات دی او تور پړونۍ یې په سر دی.

د فرانسې د خبري اژانس یوخبریال هغه ځای ته ورغلی چې شربت ګلې ویلي هلته له خپلې کورنۍ سره اوسي. خو ګاونډیو ورته ویلي چې هغوی دلته اوسیده، مګر یوه میاشت مخکې یې کډه کړې.

په پیښورکې د نفوسو د ثبتولو د ادارې یو لوی چارواکی د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې شربت بي بي او زامنو یي رووف خان او ولي خان ته په یوه ورځ تذکرې ورکړل شوي دي.

دغه چارواکې ویلي چې شربت بي بي د پاکستانۍ تذکرې ترلاسه کولو لپاره له جعلي اسنادو کار اخیستی.

XS
SM
MD
LG