د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

په خوست کې وزیرستاني کډوال د مرستو ډېریدل غواړي


په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو د دریو سترو قومونو وزیرو، داوړو او محسودو مشران وايي، چې دوی سره په خوراکي توکو کې یوازې د اوړو، غوړیو او دالو مرسته بسنه نه کوي، بلکې کډوالو سره دې د بورې، چای، وریجو، مۍ، لوبیا او نورو خوراکي توکو مرستې هم وشي.

دوی، چې د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو سره خبرې کولې د کډوالو پر اداره نیوکه وکړه، چې د ګلان کېمپ پرته په نورو سیمو کې په منظمه توګه مرستې نه ویشیږي، حال دا چې د کډوالو ډیره برخه د کېمپ څخه د باندې د خوست په نورو سیمو او ولسوالیو کې استوګنه لري.

د وزیرستانيو کډوالو مشران دوی له پاره د روغتیا او ښوونې روزنې په برخه کې هم د پاملرنې د ډېریدو غوښتونکي دي:

"زه مفتي فضل الرحمن د شمالي وزیرستان سره تعلق لرم، موږ دا وایو کله چې موږ افغانستان ته راغلو، د افغانستان خلکو زموږه سره ډېره ښه مرسته وکړه، خو یوه خبره داده چې زموږ تعداد د هرې ورځې به تیریدو سره ډیریږي، ځکه خلک د غرونو څخه راکوزیږي، موږ په نړیواله ټولنه غږ کوو، چې زموږ سره د شوي امداد په اندازه کې دې زیاتوالۍ راشي، د صحت به برخه کې دې هم موږ ته توجه وشي، بل طرفته زموږ د ماشومانو د تعلیم مسله ده، چې اهمه ده او بال وبچ مو خرابیږي، غوښتنه مو داده چې د تعلیم په لحاظ دې موږ ته اسانتیاوې ډېرې شي."

ملک مزاالدین حسن خېل هم وايي چې کډوالو له پاره دې د خوراکي توکو په مرسته کې ډیروالۍ راشي:

"د ټولو متاثیرینو د ساړه او د ګرمۍ غم دې وخوړل شي، دویم د کېمپ څخه د باندې متاثرینو ته دې میاشت په میاشت مرستې ورسول شی، دریم دا چې په شته مرسته چې اوړه او غوړي دي، په دې بسنه نه کیږي، دې سره په څنګ کې دې وریجې، مۍ، بوره او نور د کور ضرورتونو ته توجه وشي."

ډاکټر حیات خان محسود وايي، که څه هم په خوست کې د کډوالو له پاره ګرځنده روغتیايي ټیمونه ګمارل شوي او په ولایتي روغتون کې دوی ته دوا درمل په وړیا ډول ورکول کیږي، خو دا هر څه بسنه نه کوي، دوی د کډوالو د زده کړو برخې ته هم د ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي:

"هسپټالونه جوړ شوي دي، په کېمپ کې هم شته او دلته په ملکي شفاخانه کې زموږ وړیا درملنه کیږي، موږ يې شکریه ادا کوو، خو په چار داده، چې د دواییو اندازه او د ډاکټرانو تعداد زیات شي، د ایجوکېشن په باره کې ښه ګامونه پورته شوي دي، په کېمپ کې هلکانو او نجونو ته کلاسونه خلاص شوي دي، خو په دې اړه دې پاملرنه نوره هم ډېره شي."

بل خوا په خوست کې د مهاجرینو د ادارې سرپرست حاجي حسن محمد وايي، چې د هرې ورځې په تیریدو سره کډوالو ته په ټولنیزو خدمتونو کې ښه والۍ راځي او دوی د کډوالو د ستونزو د تشخیص او حلولو له پاره د کډوالو له منځه مشران ټاکلي، چې یاد مشران په دوامداره توګه دوی سره په اړیکه کې دي:

"په کېمپ خو په منظمه توګه دوی ته مواد رسیدلي دي، موږ د کډوالو د قومونو وزیرو، محسودو او دواړو نه مشران ټاکلي دي، تر څو دوی موږ ته د کډوالو په اړه مالومات او غوښتنې راټولې کړي، موږ د دوی غوښتنې وخت په وخت خپل وزارت ته، یونیسیار ته او ولایت مقام ته مالومات وړاندې کوو."

یاده دې وي، چې یونیسیار یا د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې له خوا په خوست کې ۳۰۴۷۵ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۲۱۹۴۶۲ تنه دی رسمي ثبت او راجسټر شوي دي، خو په خوست کې د کډوالو ادارې مسوولین وايي، چې لاهم د وزیرستانیو کډوالو خواوشا پنځه زره کورنۍ د ثبت څخه پاتې شوې دي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG