د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

"د ۱۵ افغان چارواکو دوسیې د لازیاتې څیړنې لپاره سترې محکمې ته لېږل شوي"


د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د پخواني حکومت د اووتنو وزیرانو او د اتو تنو نورو حکومتي چارواکو او څارنوالانو دوسیې یې سترې محکمې ته لېږلي.

لویه څارنوالي د ټولو دوسیه لرونکو پخوانیو چارواکو او وزیرانو چې په فساد کې ښکېل دي؛ نومونه څرګند نه کړل؛ خو خبرداری یې ورکړ چې له دې وروسته به قانون په ټولو په یو ډول عملي کیږي.

د دې ادارې ویاند بصیر عزیزي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل؛ هغه کسان چې په اداري فساد کې ښکېل دي؛ جدي چلند به ورسره وشي:

"اوو تنه پخواني وزیران وو، تحقیق یې بشپړ شوی او دوسیې یې په څارنوالۍ کې موجودې وې؛ ترډېره د دې لپاره چې جرم یې څه وي هروخت چې د افغانستان قضا په هغه باندې فیصله صادره کړي؛ وروسته به موضوع له مطبوعاتو سره شریکه کړو."

له دې وړاندې لویې څارنوالۍ د هغو پنځو پخوانیو وزیرانو چې په اداري فساد کې په لاس درلودل تورن شوي وو؛ دوسیې یې سترې محکمې ته لېږل شوي؛ خو محکمې یې تراوسه په اړه کوم تصمیم نه دی نیولی.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي؛ هیله ده چې د پخوانیو اوو تنو تورنو وزیرانو دوسې چې سترې محکمې ته لېږل شوي؛ وڅیړل شي او قانون ورباندې پلی شي.

د ا چې سترې محکمې ته ورسپارل شوي دوسیې تر کومه ځایه تعقیب شوي ومو غوښتل په دې اړه د سترې محکمې نظر را واخلو؛ خو له ډیرو هڅو سره سره د سترې محکمې چارواکو په دې اړه خبرې ونه کړې.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو یوشمېر افغان کارپوهان ټینګار کوي؛ ترهغه چې د هېواد په عدلي او قضايي ارګانونو کې پراخ اصلاحات رامنځ ته نه شي؛ د فساد پر وړاندې د ولسمشر هڅې به نتیجه ورنه کړي.

اجمل هوډمن وايي که په عدلي او قضايي ارګانونو او همدارنګه په نورو حکومتي ادارو کې د فاسدو خلکو مخنیوی ونه شي له اداری فساد سره پیل شوی مبارزه به له خنډ اوځنډ سره مخ شي:

"وړاندې له دې چې اصلاحات راشي؛ دا ډول اقدامات یواځې د موضوعاتو مطبوعاتي کېدل دي او دا هیڅ وخت دا معنی هم نه ورکوي چې نوي حکومت خپلې ژمنې سرته ورسولې؛ وړاندې له دې چې یاد موضوعات د شعار بڼه خپله کړي؛ باید له فساد سره د مبارزې لپاره موازي اصلاحات هم رامنځ ته شي؛ زه فکر کوم بې له دې به معنی ونه لري."

د افغانستان لویه څارنوالۍ په داسې حال کې سترې محکمې ته د پخوانیو اووتنو وزیرانو د دوسیو د لېږلو او له فساد سره د ټینګې مبارزې په اړه څرګندونې کوي چې یو شمېر کارپوهان دغه اداره تورنوي چې د هغو لوړ پوړو دولتي چارواکو د نومونو په افشا کې پاتې راغلي چې په اداري فساد کې ښکیل دي.

ولیدل به شي چې د افغانستان ستره محکمه به د اووتنو پخوانیو وزیرانو او نورو یوشمیر تورنو څارنوالانو او حکومتي چارواکو د دوسیو په اړه څه پرېکړه کوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG