د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

هند له افغانستان سره د کرنې په برخه کې مرسته کوي


په هند کې د کرهنیزو څیړنو ستر مرکز [IARI] په افغانستان کې د خاورې له څیړنې سره مرسته کوي؛ څو د دې هیواد کې کرهنیز محصولات ښه شي.

ورلډ ایکونوميک نیوز خپرونه لیکي؛ د هند دا څیړنیز مرکز د نیپال او افغانستان په یو شمیر پوهنتونونو کې د کرهنې په اړه له تعلیمي چارو سره همکاري کوي؛ څو په دې هیوادو کې د کرهنې په اړه علمي پوه زیاته شي.

د هند د کرهنیزو څیړنو مرکز په وروستیو کې داسې پرمختللي دیجیتلي وسایل وازمویل چې د خاورې قوت معلومولای؛ د خاورې نمونې څیړلای او څرګندولای شي چې کومه خاوره د کومو موادو ښه حاصل ورکولای شي.

د هند حکومت ویلي چې افغانستان او نیپال ته به هم د خاورې د قوت څرګندولو او څیړلو دا دیجیتلي وسایل ورکړي.

ورلډ ایکونوميک نیوز وايي؛ په افغانستان کې د وګړو په سلو کې پینځه اویا د کرهنې د مرسته ژوند کوي او د دې هیواد پينځه ویشت فیصده خام کورني تولیدات د کرهنې محصول دی.

د هند د کرهنیزو څیړنو مرکز ورلډ ایکونوميک نیوز ته ویلي چې له افغانستان سره مرستې ته ځانګړی پام کوي؛ ځکه دا جګړه ځپلی هیواد چې پر کرهنې متکي دی؛ د خپلې ستونزې د خپلو زراعتي محصولاتو په مرسته حل کړي.

د هند د کرهنیزو څیړنو د مرکز [IARI] یوه ساینسپوه ډاکټر "بي. اس. بیدي" ویلي: "افغانستان وچ طبیعت لري او هلته زیات مواد کرل کیږي او وچه میوه یې زیاته ده. خو په افغانستان کې جګړې د کرهنې برخه په شدت ځپلې او هلته د کرهنې د پراختیا زیات امکانات شته؛ نو هلته د زیربنايي پروژو جوړول د مرستې یو ډول دی.

موږ څيړونکي، تجربه او د خاورې د ازموینې ښه وسایل لرو. موږ هغوی ته لارښوونه کولای شو."

د هند د کرهنیزو تحقیقاتو انسټیټیوت [IARI] د افغانستان د بیلا بیلو تعلیمي مرکزونو یو شمیر زده کونکي هم د زده کړو لپاره وربللي دي.

په دې مرکز کې د خوراکي موادو د ساینس او تکنالوژۍ محصل نصیر حقبین ورلډ ایکونوميک نیوز ته ویلي:

"تر امریکا وروسته، هند دوهم ستر هیواد دی چې د افغانستان په بیارغونه کې یې زیات کار کړی دی. افغانستان یو زراعتي هیواد دی او زه ویلاي شم چې هند په افغانستان کې د کرهنې له بیارغونې او پراختیا سره ډيره علاقمندي لري."

XS
SM
MD
LG