د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

د ټاپي پروژې د عملي کېدو په برخه کې پرمختګونه


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ چې د تاپي پروژې د ښکیلو هیوادونو د استازو ترمنځ ناسته کې؛ د دې پروژې د عملي کېدو په برخه کې پرمختګونه شوي دي.

د ټاپي د پروژې عملي کیدو ته د افغانستان؛ ترکمنستان، پاکستان او هندوستان ګډوهڅو، کارموندلو او اقتصادي ودې ته د افغانانو هیلې زیاتې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي؛ د ټاپي د پروژې په نولسمه ناسته کې د دې پروژې غړيو هیوادونو یولړ مهم توافقات کړي چې د یادې پروژې په عملي کېدو کې مهم دي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې غونډې په ترڅ کې د ټوټال په نوم له یوه فرانسوي شرکت سره موافقه شوې چې د دې پروژې پر عملي کېدو کار پیل کړي:

"د ټوټال د کمپنۍ استازي چې دې ناستې ته بلل شوي وو؛ وویل، دوی په دې شرط په دې پروژې کارپیلوي چې له دوی سره موافقه باید له شلو تر دیرشو کلونو پورې اعتبار ولري؛ د ګازو له عایداتو باید د دوی لګښتونه ورکول شي او بل دا چې دغه شرکت ته د ګازو د استخراج په ګټه کې ونډه ورکړل شي."

د دې پروژې د پلی کېدو ساحه یوزرواته سوه کیلومټره ده او هرکال به څلوردیرش میلیارده متره مکعبه ګاز له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې؛ پاکستان او هندوستان ته رسیږي.

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې د دې پروژې له بابته به هرکال افغانستان څلورسوه میلیونه ډالره عاید ولري.

د اقتصادی چارو پوه تاج محمد اکبر یاده پروژه د افغانستان اقتصادي ودې ته مهمه ګڼې:

"له کومې لارې چې دا پایپ لاین تیریږي؛ په سیمه کې یولړ ټولنیز بدلونونه هم له ځان سره راوړي؛ د خلکو په ژوند کې پرمختګ کیږي او سربیره پردې خلکو ته په کې کار هم پیدا کیږي."

د افغانستان د بهرنیو چارووزارت چارواکي وايي؛ په پام کې ده د تاپي د پروژې د مشرتابه راتلونکې ناسته؛ د پاکستان په پیشنهاد، د دوه زره پنځلسم میلادي کال د فبروري په لومړیو په اسلام اباد کې وشي.

دا ځل ځیني تحلیل کوونکي د دې پروژی په عملي کیدو باوري شوي دي.

دوی وایي، پاکستان ته د دې پروژې ډیرې ګټې رسیږي او د امنیت په برخه کې به یې هڅې هم وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG