د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

د ننګرهار د هسکې مینې ولسوالۍ ټول ښوونځي تړل شوي


د ننګرهار د معارف رياست مسولین وايي، له تيرو درېیو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو د هسکې مینې ولسوالۍ ښوونځي تړلي.

د دې رياست مطبوعاتي مسول محمد اصف شينواري د چهار شنبې په ورځ غرمه مهال رسنيو ته وویل، چې وسله والوطالبانو د دې ولسوالۍ پورې اړوند څلورویشت باب ښوونځي په دې موخه تړلي، ترڅو حکومت يې غوښتنې ومني.

شينواری وايي، که څه هم د وسله والو طالبانو غوښتنې دوی سره تړاو نه لري، خو د ستونزې د حل په موخه د هغوی غوښتنې له ولايتي چارواکو سره شریکې کړي دي:

"که څه هم د دوی غوښتنې د معارف ریاست د مشرتابه له صلاحیت نه لوړې دي، خو دا، چې دا سړه سیمه ده کلنۍ ازموينې نږدې شوي او دا ستونزه اواره شي موږ د دوی غوښتنې د ولایت مقام او امنيتي مسولینو سره شریکې کړي، زموږ غوښتنه دا ده، چې ژرترژره دې مسالې ته د حل لاره ولټول شي."

دا، چې وسله وال طالبان څه غوښتنې لري د هسکې مينې ولسوالۍ یو شمېراوسیدونکو د ټیلیفون په لیکه ازادۍ راډيو ته وويل، چې د مریض لارې خلاصون، د يوه طالب چارواکې ورور راخوشې کېدل، د پاپين کلنیک فعالول او د هسکې مينې ولسوالۍ د امنيه قومندان لرې کول يې مهمې غوښتنې دي:

"ما خپل ورسره خبرې وکړې، د دوی وايي زموږ غوښتنې دې ومنل شي موږ نورهیڅ کار ورسره نه لرو، یوه غوښتنه دا ده، چې د مریض لاره دې خلاصه شي، بل دوی کلنیک ته نرسان راليږلي او ډاکټران يي ترې بند کړي، په دې خاطر، چې دلته د طالبانو درملنه کېږي، دوی وايي زموږغوښتنه دې ومنل شي.

د سیمې اوسیدونکې: د دوی یوه بله غوښتنه دا ده، چې په ميا بابا کې یوه شخصي مدرسه ده د دې مدرسې یوه زده کوونکې، چې د يوه طالب ورور دی هغه ولسوالۍ کوز کړی دی دوی وايي دا باید خوشې کړي ده خو زده کړې کولې.

د سیمې اوسیدنکې: د دوی څلورمه غوښتنه دا ده، چې د هسکې مينې ولسوالۍ نوی امنیه قومندان خلکو سره سم چلند نه کوي خلکو ته سپکې سپورې وايي، دوی وايي دا باید بدل شي او که دا غوښتنه يي ونه منل شي نو ښوونځي به تړلي وي."

بل خوا د ننګرهار امنيه قومندان پاسوال فضل احمد شيرزاد وايي دوی له کلنیک سره کارنه لري او پاتې هغه غوښتنې دي، چې د منلو وړنه دي.

نوموړي وويل، چې دا د طالبانو د ضعوف حالت دی، چې پر ولس د فشار راوړلو له لارې خپلې غوښتنې مطرح کوي:

"د مریض لاره، چې دوی واي خلاصه دې شي پر دې لاره به دوی تګ راتګ کاوه او موږ پرې بنده کړې ده،خو د ولسونو لپاره عمومي لاره خلاصه ده،بل چې دوی وايي قومندان دې بدل شي دا د دوی د ضعوف حالت دی او دریم هر څوک،چې موږ ونیسو که شواهد ورباندې پيدا نکړو او بې ګناه وي هغه خوشې کوو،خو که طالب وي هغه د قانون منګولو ته سپارو."

که څه هم وسله والو طالبانو د یادې مسلې په اړه په نیغه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ویلي،ولې کتوونکې نیوکه کوي،چې ښکېلې غاړې دې ولس د خپلو ګټو لپاره نه استعمالوي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG