د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

افغان نابینایانود خبریالئ په برخه کې کورسونه پای ته ورسول


یو شمېر افغان نابینایانو د خبریالئ په برخه کې یو لړ لنډ مهالي کورسونه پای ته ورسول.

دوی د نۍ یا د ازادو رسنیو د ملاتړې اداري په روزنیزو کورسونو کې زده کړې وکړې او د پنجشنبې په ورځ یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د دې ادارې مسوولینو وویل، که نابینایان وروزل شي او ظرفیتونه یي لوړ شي د ټولنې د سالمو کسانو ترڅنګ په رسنیو کې کار کولای شي.

نابینایانو وویل، حکومت باید د دوی د استعدادونو روزلو ته ځانګړي پلانونه ترتیبب کړي.

دا لومړی ځل دی چې په کابل ښار کې یوشمېرنابینیان د ژورنالیزم اساسات زده کوي.

دوي چې شمېر شاوخوا پنځلس تنو ته رسیده، د نۍ یا د ازادو رسنیو د ملاتړې ادارې په لنډ مهالو کورسونو کې یي، د خبریالئ لنډ مهالې زده کړې پای ته ورسولې.

د نۍ یا د ازادو رسنیو د ملاتړې ادارې مسوولینودوی ته د پنجشنبې په ورځ د فراغت سندونه ورکړل.

د دې ادارې اجرایي رییس صدیق اله توحیدي د دوی استعدادونه، ابتکار او له ژورنالیزم سره علاقمندي وستایله او ويې ویل، دوی کولای شي چې د خپلو استعدادونو او توانایي سره سم، په رسنیو کې کار وکړي:

″دا لومړی ځل و، هغه نابینا ځوانان چې په رسنیو کې له کارکولو سره مینه لري، دا کورس ورته دایرشو.

د نابینایانو په دوره کې ټول پوه زده کوونکې راټول شوي و.

دوی هڅه وکړه چې په دې کورس کې د ژورنالیزم مهم اصول زده کړی.

دا په دې مانا ده چې نابینایان هم کولای شي، په ځینو دولتي ادارو او رسنیو کې کار وکړي.″

توحیدي وویل، هڅې کوي چې نابینایانوته د ژورنالیزم د اساساتو د زده کړو ورته کورسونه د هېواد په ځینو ولایتونو کې هم فعال کړي.

راپورونه وایي، په افغانستان کې نابینایان او په مجموع کې معلولین له ستونزو سره مخ دي.

اکثره يې د کارله نشتوالی او اقتصادي ستونزو شکایت کوي.

د نۍ ادارې د خبریالئ د اصولو د زده کړې له دې روزنیزې دورې څخه فارغو شویو نابینایانو ویل، دوې د خپل استعداد او توانايي سره سم کولای شي چې په رسنیوکې کار وکړي. د وثیق اله په نامه یوه ازادۍ رادیوته وویل:

″موږ دلته د خبریالئ ،نطاقۍ، د خبریالۍ د اخلاقو او اصولو زده کړې وکړي.

زه د سترګو تکلیف لرم.په کورس کې د ژورنالیزم ځیني مواد زده کړل، زه اوس کولای شم چې په یوې رسنۍ کې کار وکړم.

له حکومته هیله کوو چې زموږ ظرفیتونه لوړکړي. موږد کار کولو توان لرو.″

د کاراو ټولینزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تخمیني ډول اوسمهال په افغانستان کې شل زره نابینایان شته خو هغوې چې په رسمي توګه له دې وزارت سره راجستر شوی، شمېر یې زرو ته رسیږي.

خو خلک وايي، په هېواد کې د نابینایانو شمېرله دې هم زیات دي.

کارپوهان وايي، د دې هېواد د خلکو د معلولیت عمده لامل جنګ، بیکاري او اقتصادي ستونزې دي.

کارپوهان تاکېد کوي چې حکومت دې د قانون سره سم نابینایانو او نورو معلولینو ته په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د کار زمینې برابرې کړي څوله یوې خوا د ناامیدئ احساس ونه کړي او له بلې خوا خپلې اقتصادي ستونزې کمې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG