د لوهانسک او ډونیڅک د سیمو په هغو برخو کې چې انتخابات ترسره کیږي؛ هغه چارواکي چې ځان د دې سیمو مسولین بولي؛ وایي، د دغو انتخاباتو په نتیجه کې به د دې په خپل سراعلان شویو د خلکو جمهوریتونو لپاره مشران او هم ولسي شوراګانې وټاکل شي.
د اوکراین حکومت، د امریکا متحدو ایالتونو، اروپایي اتحادیې او یوشمېر نورو لویدیځو هیوادونو او د ملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون وایي چې دغه انتخابات غیرقانوني دي او هغه به په رسمیت ونه پیژني.
خو د روسیې چارواکو ویلي چې دوی به د دغو انتخاباتو نتیجه په رسمیت وپیژني.
د لوهانسک د خلکو د جمهوریت په نوم مشرتابه لپاره څلورو کسانو ځانونه کاندید کړي دي چې په کې؛ د دې سیمې اوسنی مشر "ایګورپلوتنیڅکي" هم شامل دی. د دې سیمی د ولسي شورا لپاره هم درې ټولنیزغورځنګونه سیالي کوي.
د په خپل سراعلان شوي د ډونیڅک د خلکو د جمهوریت مشرتابه ته هم د دې سیمې د اوسني مشر "الکسانډر زاخارچینکو" په ګډون درې کسانو ځانونه کاندید کړي او دوه ټولنې هم د خلکو په شورا کې د غړیتوب لپاره سره سیالي کوي.
زاخارچینکو دغه انتخابات مهم بللي او ویلي یې دي چې په دې سره به یې جمهوریت مشروعیت ترلاسه کړي. هغه د تیرې جمعې په ورځ د دې سیمې د یوه پوهنتون محصلینو ته په خبرو کې وویل:
"دغه انتخابات به چې د نومبر په دوهمه نیټه ترسره کیږي؛ له دې پلوه هم ډیرمهم وي چې په دغه حساس وخت کې به زموږ جمهوریت ته مشروعیت ورکړي. بل ډول انګیرنه به بې معنی وي.
په صداقت دا وایم، هرڅه چې مخکې ترسره شوي وو؛ یعنې د عالي شورا خلک هغه کسان وو چې په خپله یې ځان د دې شورا غړي معرفي کړي و. دوی فعالان وو، تند انقلابیون وو، خو په حقیقت کې دوی خپله ځانونه نومولي و."
د ډونیڅک د خلکو د جمهوریت دغه مشردغه راز وویل چې د دغو لانجمنو انتخاباتو له لارې د خلکو په غوره کېدو سره به هغوی مشروعیت ترلاسه کړي.
د روسیې پلوه بیلتون غوښتونکو چارواکو پرون وویل چې درې میلیون رایې پاڼې چاپ شوي او د انټرنټ له لارې د رایې ورکولو بهیرڅو ورځې مخکې پیل شوی و.
د اوکراین په ختیځ کې د جګړو له امله په سلګونه زره کسان خپلو کورونو پریښودو ته اړکړی شوي او یو زیات شمېر یې اوس په روسیه کې ژوند کوي.
د غه انتخابات نه د اوکراین پرقانون برابردي او نه هم د اوکراین د انتخاباتو مرکزي کمیسیون پرې څارنه کوي.
پردغو انتخاباتو نړیوال څارونکي هم څارنه نه کوي؛ خو د دې سیمو چارواکي ادعاکوي چې د یوشمېر بهرنیو هیوادونو له دېرشونه تر اویا پورې څارونکي دغه انتخابات څاري.
اوکراین او د نړیوالې ټولنې ډیرو غړو ویلي چې دغه انتخابات به په رسمیت ونه پیژني او ویلي یې دي چې هغه د مینسک د سپټمبر د میاشتې له موافقې سره چې د اوکراین روسیې، د اروپا د امنیت او همکارۍ سارمان او د سیمې د بیلتون غوښتونکو ترمنځ رامنځ ته شوې ده؛ په تضاد کې دي.
خو مسکو ویلي چې دغه بهیرد مینسک له موافقې سره سمون خوري او ژمنه یې کړې ده چې نتیجه به یې په رسمیت وپیژني.
مسکوتراوسه پورې په دونیڅک او لوهانسک کې په خپل سراعلان شوي د خلکو جمهوریتونه په رسمیت ندي پیژندلي او هم یې هغه ادعاوې چې ګوندې دا هیواد د اوکراین په ختیځ شخړو کې لاس لري، ردکړې دي.