د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

سوپکو: واشنګټن د نشه يي توکو پرضد په مبارزه کې ۷ میليارده ډالر ضايع کړي


د افغانستان لپاره د امريکا د څارنې ادارې خبرداری ورکړی، د افغانستان اقتصاد چې د افغانستان د تارياکو پرکاروبار ولاړ دی، په دې هېواد کې د بيارغونې هڅو ته خطر پېښ کړی دی خو امريکا دې ستونزې ته جدي حل نه راباسي.

دا خبرې د افغانستان د بيارغونې د پروژو لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې ادارې يا سيګار ريس د ازادي راډيو مرکزي څانګې سره په ځانګړې مرکه کې کړې ده.

نن د افغانستان د بيارغونې د پروژو لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې ادارې يا سيګارخپل څلورمياشتنی راپور خپور کړ.

د دې راپور له مخې، په افغانستان کې د مخدره موادو پرضد د مبارزې موضوع د امريکا او نړېوالې ټولنې په اجنډا کې له پامه غورځول شوې ده.

د ازادۍ راډيو له مرکزي څانګې سره په ځانګړې مرکه کې د سيګار ريس جان ساپکو وويل:

″امريکا او نړېواله ټولنه يوه متحده ستراتيژي نه لري. زما په فکر دوی بايد افغانانو ته هم په دې ستراتيژۍ کې برخه ورکړي.″

ساپکو د امريکا د بهرنیو چارو د وزارت د قوانينو پلي کوونکې او د مخدره موادو پرضد د نړېوالې ادارې پرڅانګه انتقاد وکړ او وې ويل:

″دوی ماته يا زما په دفترکې هيڅ چا ته داسې څه نه دي ويلي چې وښيي دوی غواړي حالت ښه کړي.″

ساپکو وويل، واشنګټن د مخدره توکو پرضد په مبارزه کې ۷ میليارده ډالر ضايع کړي دي. ده آزادي راډيو ته وويل:

″موږ تر ۷ مليارده ډالره زيات د مواد مخدر پر ضد په مبارزه کې ضايع کړي.

ايا د بهرنيو چارو په وزارت، دفاع وزارت يا د امريکا د نړيوالې پراختيا په داره USAID کې د يو چا پر دنده څه اغېز وشو چې دوی په تېرو ديارلسو کلونو کې د مخدره موادو پر ضد په مبارزه کې ناکامه شول؟ نه هيڅ ډول اغېز يې ونکړ!″

د راپورله مخې، پردې سربېره چې د دفاع د استخباراتي ادارې د راپورونو له مخې، امريکا له کاله يوازې د ۱۲. ۷ مليونه ډالرو هيروين نيسي، شا او خوا ۳ مليارده ډالر د مخدره موادو پر ضد په قانون پلي کوونکو هڅو کې لګول شوي دي.

راپور زياتوي چې د بهرنیو چارو د وزارت او خپلواک دفاعي قراردادي شرکت ډين کورپ د قرارداد له مخې، د يوه هيکټار مځکې د کوکنارو له بېخه د ايستلو لپاره ۷۳،۶۰۸ ډالره لګښت په کار وي.ساپکو وويل:

″د مخدره موادو ستونزه به له منځه نه ځي. اداري فساد به له منځه نه ځي. که موږ ورته حل ونه لټوو، که موږ د دې حقيقت سره مقابله ونه کړو، دا ستونزه به هغه بېچاره هیواد نسکوره کړي.″

ساپکو زياته کړه چې د افغانستان اوسني ولسمشر هغه وخت چې د ماليې وزير وو دې خبرې ته اشاره کړې وه چې افغانستان بې له مالي مرستو، د مخدره توکو د مافيا په سيمه بدلېدای شي.

ساپکو وويل چې د مخدره موادو کاروبار په افغانستان کې د وسله وال مخالفت سره مستقيم تړاو لري.

XS
SM
MD
LG