د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

انیس: افغان ولسمشرچېنايي کمپنۍ پانګونې ته تشویق کړې


کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو چېن ته د افغان ولسمشراشرف غني احمدزي د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

هېواد دولتي ورځپانې ولسمشراحمدزي له قوله لیکلي له چېن سره د اړیکو پراختیا د افغان حکومت ستر لومړیتوب دی.

وړاندې په مطلب کې راغلي افغانستان هڅه کوي، چې په راتلونکو شکلو کلونو کې د سیمې د اقتصادي اتصال پرپله بدل او له چېن سره د واخان د دهیلز له لارې نېغې اړیکې ولري.

همدې ورځپانې د چېن د ولسمشر شي چېنګ پینګ له خولې لیکلي حکومت یې غواړي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لا ډېر باور د رامنځته کېدو لپاره خپل رول ولوبوي.

د هېواد په سرمقاله کې راغلي د کابل او پیکنګ د همکاریو نوی پيل په نېک پال نیسو او هیله ده، چې چېن به د افغانستان له سولې، امنیت، ثبات او پرمختګ سره د پام وړ همکاري وکړي.

بلې دولتي ورځپاڼې انیس لیکلي افغان ولسمشرچېنايي کمپنۍ په افغانستان کې پانګونې ته تشویق کړې.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د ولسمشراحمدزي په حواله لیکلي چېن افغانستان د کانونو د صنعت پرمرکز بدلولی شي او موږ غواړو چې د افغانستان ستراتیژیک شریک او ملکری شي.

همدې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې، چېن څنګه پاکستان په افغانستان کې سولې ته هڅولی شي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي افغانستان باید ثابته کړي، چې چېن موږ او موږ چېن ته اړتیالرو او همدارنګه پاکستان چېن او چېن پاکستان ته اړتیا لري، د لیکوال په باورکه داسې یو مثلث رامنځ ته شي نو د سولې او امنیت راتګ شونی دی.

محور ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چېن چې په سیمه کې خپل خاص سیاسي، اقتصادي او امنیتي اغېز لري، نو افغان حکومت د دوستۍ دوام هم ورسره مثبت اټکل کېدای شي.

د سرمقالې د لیکوال په اند چېن که د خپلو ستراتیژیکو اړیکو د دوام په ترڅ کې له افغانستان سره نوې دوستي وپالي، نو د افغانستان روښانه راتلونکې ته د تضمین یوه غوره بېلګه به موندل شوې وي.

ترتیب کوونکې: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG