د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

″افغان زندانونه دې د تروریستي فعالیتونو په مرکزونو نه بدیلیږي″


کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې د نورو مطالبو ترڅنګ تر ډيره په افغانستان کې د زندانیانو د ستونزو او په دغه هېواد کې د روان امنیتي وضعیت په اړه لیکنې او مقالې خپرې کړي دي.

- ویسا غیردولتي ورځپاڼې په لومړي مخ کې د افغانستان د زندانونو په هکله د ولسمشراشرف غني احمدزي د څرګندونو په اړه یومطلب لیکلی چې عنوان یې دی، د هېواد زندانونه نه باید چې د جنایې او تروریستي فعالیتونو په مرکزونو تبدیل شي.

په مطلب کې د جمهوري ریاست په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر د څرګندونو په دوام راغلي چې وایې، د زندانه بهرد زندانیانوغیر قانوني تماسونه باید بند شي.

- محور ورځپاڼي بیا په خپلې سرمقالې کې د لویې څارنوالۍ له خوا د بې برخلیکه زندانیانو د ټولو دوسیو څیړنه د نوي افغان حکومت لپاره ستره لاسته راوړنه بولي.

خو مقاله لیکونکی اندیښه څرګندوي چې، ایا په دې یوې اونۍ کې به ټولي دوسیې په بشپړه توګه څيړل شوي وي او ایا بیا خو به په کې له چا سره کم او زیات چلند نه وي شوی؟

په مطلب کې دارنګه د افغانستان په قضایې سیسټم کې شته فساد ته په کتو دې ته اشاره شوې چې له دې سره به په یاده پروسه کې د څومره شفافیت تمه وشي؟

مقاله لیکونکی د مقالې په دوام لیکي چې، د یوې اونۍ په ترڅ کې د لویې څارنوالۍ فعالیت دا ښيې چې دا ارګان کارکولای شي، خو دا چې ولې یې له وړاندې په کارونوکې سستوالی موجود و، نو له قانون سره سم باید له دغه ارګان څخه هم و پوښتل شي.

- ویسا ورځپاڼه بیا په سرپل ولایت کې د طالبانو په کمین کې د دوه ویشتو امنیتي ځواکونو د وژنې او پنځلسو نورو د اسیر او ټپي کیدو په اړه یو مطلب لیکلی دی.

ورځپاڼه په مطلب کې د سرپل د والي په حواله همدا رنګه لیکي چې د دواړو لورو ترمنځ د یکشنبې ورځې په نښته کې درویشت وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

په مطلب کې راغلي چې، طالبان هڅه کوي څو د یاد ولایت له غرنیو سیمو څخه په ګټه اخیستنې ګاونډي ولایتونه او سیمه نا امنه کړي.

- سرنوشت ورځپاڼه بیا د افغانستان د امنیتي وضعیت په ارتباط په خپل یومطلب کې د افغانستان پرخاوره د پاکستان راکټي بریدونو ته اشاره کوي.

د ورځپاڼې په مطلب کې راغلي چې، د افغانستان پرختیځو سیمو د وسله والو د ځان وژونکو حملو او چاودنو او دغه راز د نړېوالو ځواکونو د ړندو بمباریو ترڅنګ ګاونډی هېواد پرې په ډيره سپين سترګی راکټي بریدونه کوي.

د مطلب لیکونکی زیاتوي چې، د نوي حکومت له جوړیدو او له امریکا سره د امنیتي تړون ترلاسلیکدو وروسته خلکو هیله درلوده چې دا بریدونه به ختم شي، خولاهم پاکستان پرکونړ او نورستان ولایتونو خپلې راکټي حملې جاري ساتلي دي.

ورځپاڼه د نوي حکومت مشرتابه ته سپارښتنه کوي چې د نورو برخو ترڅنګ دي د پاکستان د راکټي بریدونو پر وړاندې هم لاس په کارشي او له خپلو نړېوالو ملګرو سره دې پاکستان ته کلک ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG