د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

نیویارک ټایمز: نوي ولسمشرد اداري فساد پرضد په مبارزې تمرکزکړی


نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي:

نوی افغان ولسمشرد کابل بانک د قضيي په بیا پرانستلو سره د اداري فساد پرضد په مبارزې تمرکز کړی دی.

ورځپاڼه وايي، اشرف غني احمدزي په کابل بانک کې د جعلکاری په اړه له سره د تحقیقاتو امرکړی دی چې د مطلب د لیکونکې په خبره د اداري فساد پرضد د نوموړي د هوډ څرګندونه کوي.

نیویارک ټایمز زیاتوي:

له کابل بانکه د داخلي کړیو له خوا د پورونو اخستلو او جعلکارۍ له امله شاوخوا اته سوه میلیونه ډالره لادرکه شوي چې ښيي د قدرت خاوندانو له سزاڅخه له نه ویریدو نه ګټه اخستې ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

د کابل بانک د قضيي د بیاڅیړلوپه اړه د ولسمشرغني فرمان نړېوالو مرستندویانو ته دا ډاډ ورکوي چې له افغانستان سره مالي مرسته به بده پانګونه نه وي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې بیا د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې چې په کې راځي:

د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون په دې معنا دی چې په افغانستان کې د امریکا ترټولو اوږده جګړه به تر ۲۰۲۴ کال پورې دوام ولري.

ګارډین وايي: د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون دا خبره هم یقیني کړه چې ولسمشر باراک اوباما به خپل ځای ناستي ته د افغانستان او په سوریه او عراق کې نوې جګړې په میراث کې پریږدي.

په دې مقاله کې وړاندې راغلي: د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون له مخې به امریکايي ځواکونو د بګرام، جلال اباد او کندهار په ګډون په افغانستان کې نهه اډې ولري.

ګارډین ورځپاڼه زیاتوي:

امریکايي ځواکونه به له دې اډو څخه نه یوازې په افغانستان بلکې د پاکستان په قبایلي سیموکې هم د بې پیلوټه الوتکو په واسطه عملیات کوي.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونه وايي، د نوي ولسمشرپه توګه د اشرف غني احمدزي لوړې افغانستان ته فرصت برابرکړ، چې مخ پروړاندې حرکت وکړي.

د فارن پالیسي په خبره د دې حرکت کامیابي او ناکامي پینځو مهمو مضوعاتو پورې تړلې دی چې هغه سیاسي انتقال، افغان امنیتي ځواک، سیمه ییزه ډیپلوماسي، اقتصادي پراختیا اود سولې پروسه.

د مطلب په دوام کې دغه پینځه موضوعګانې تشریح شوي دي.

لومړی دا چې افغانستان د سیاسي انتقال بریالۍ پروسې ته اړتیا لري چې درې عنصره په کې دخیل دي، انتخابات، دواک انتقال او سیاسي اصلاحات.

دوهمه دا چې افغان ځواکونه باید په بشپړه توګه او پرځان په پوره باورسره فعالیت وکړي.

دریمه موضوع سیمه ییزسیاست دی چې باید جدي توجه ورته وشي.

د فارن پالیسي په مقاله کې راغلي افغانستان په یوې جنجالي سیمه کې موقیعت لري چېرته چې د نورومسالو ترڅنګ د هند او پاکستان ترمنځ سیالي د پام وړخبره ده.

ایران هڅه کوي چې د افغانستان کې په لویدیځ کې نفوذ ولري او روسیه له پخوانۍ شمالي ټلوالې سره اړیکه لري او د اقتصادي ګټې په لټه کې ده.

خو د فارن پالیسي په لیکنه افغانستان د بریالیتوب لپاره ریښتینۍ فرصت لري او هغه په دې معنا چې ولسمشرغني د دې فرصتونو د عملي کولو په اړه سم لید لوری لري او دغه رازعبد الله عبد الله هم د خلکو د اجماع له لارې د دغو فرصتونو د عملي کولولپاره د خلکوله لازم ملاتړه برخمن دی.

XS
SM
MD
LG