د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د انتخاباتي ټیمونو د استازو فکري دریځونو سره نژدې شوي دي


د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدانو انتخاباتي ټیمونه وایې، د ملي وحدت په نوم کمیسیون په پرونیو خبرو کې دواړه لوري د یو بل فکري دریځونو ته نژدې شوي دي.

دغه کمیسیون پرون د افغانستان د ملي وحدت حکومت د جوړیدو پرڅرنګوالي بحثونه پیل کړه او ټاکل شوې تریوې اونۍ پورې دوام وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونه وایې، دغه کمیسیون د کارد چټکتیا او د روان وضعیت د ژرترژره هواري لپاره خپل کارونه په څو برخو ویشلي دي او هرګروپ پر یوه ځانګړې موضوع کارکوي او په نهایت کې به د یوې سیاسي موافقتنامې مسوده جوړه کړي.

د ملي وحدت په نوم د نوي جوړشوي کمیسیون د خبروله لومړې ورځې څخه د مثبتو نتایجو نښې ښکاري.

دا خبره د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدانو د انتخاباتي ټیمونو استازي کوي او وایې، دوی به ترخپله وسه هڅه وکړي چې په پای کې یوه داسې نتیجه راوباسي چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي.

د ملي وحدت کمیسیون چې د اسد /زمري د میاشتې د اولسمې نیټې د اعلامیې پراساس د دواړوکاندیدانو ترمنځ جوړشو، دنده لري چې په ځانګړي ډول د افغانستان د راتلونکې حکومت پرجوړښت خبرې وکړي او د دواړو لورو ترمنځ د یوه سیاسي توافق مسوده ترتیب کړي.

د اشرف غني احمدزي د ټیم یوه غړي فیض اله ذکي ازادۍ راډیوته په خبروکې د دې کمیسیون د لومړې ورځې د خبرو پایلې مثبتې وبللې:

″کمیټو په ډیره فعاله توګه کار وکړ. د دواړو ټیمونو ترمنځ ډیرې ګټورې خبرې وشوې.

زه دومره ویلای شم چې دواړه لوري ترپخوا له فکري اړخه د یو بل دریځونو ته نژدې شوي دي.″

د دواړو ټیمونو ترمنځ یو عمده اختلاف د واک د ویش پرسردی.

که څه هم د اسد د ۱۷ په اعلامیه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرجان کري په منځګړیتوب د دواړو افغان کاندیدانو ترمنځ لاسلیک شوه، د ملي وحدت حکومت پر جوړیدو توافق وشو.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې ګټونکې کاندید به د ولسمشر په توګه د دندې له پیل سره سم د اجرایوي ریس لپاره د یوه پست فرمان ورکوي.

دغه اجرایوي مشربه د بایلونکې ټیم وي او هغه به د اعلامیې په ټکو د مهمو او کلیدي څوکېو لپاره د کسانو په ګمارلو کې له ولسمشرسره په مساوي توګه برخه اخلي.

دا هغه څه دي چې د اشرف غني احمدزي پلویان او دی په خپله په ټینګار سره وایې، چې دا خبره د ولسمشرد واک د ویش په مانا نه ده، خو سیاله ډله یې بیا دې ته په راتلونکې حکومت کې د دواړو لورو د مساوي ونډې په سترګه ګوري.

د اجرایوي ریس صلاحیتونه به د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د غړي فضل الرحمن اوریا په خبره د ملي وحدت کمیسیون به بحثونوکې روښانه شي. همدا موضوع د ګډ کمیسیون په پرونیو خبرو کې هم یاده شوې ده.ښاغلي اوریا ازادۍ راډیوته وویل:

″دا صلاحیتونه هغه څه دي چې دغه ګډ کمیسیون یې باید په اړه بحث وکړي.

په پرونیو خبرو کې همدې خبرو ته اشاره وشوه او ټاکل شوې چې نن دغه ټیمونه د دغو صلاحیتونو په اړه خپل لید لوری د مکتوب په بڼه کمیسیون ته وړاندې کړي چې بیا وروستۍ پریکړه ورباندې وشي.″

همدا راز ټاکل شوې دغه ګډ کمیسیون د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم دورانتخاباتو د وروستیو نتایجو اعلان ته یوه نیټه وټاکي او هم به دا واضحه کړي چې په کوم تاریخ به د افغانستان راتلونکې ولسمشر د لوړې مراسم پرځای کوي او حکومت به تسلیمیږي.

د کارد چټکتیا په هدف دغه کمیسیون په دریو کاري کمیټو ویشل شوی چې هره یوه پر ځانګړې اجندا کار کوي.

لومړې کمیټه د ملي وحدت د حکومت پرتعرف او د هغه پراهدافو کارکوي، دوهمه کمیټه د دواړو ټیمونو چې اوس اصلاحات او تحول یادیږي راتلونکې کاري پروګرامونه جوړوي او دریمه کمیټه د ملي یووالي یا ملي وحدت حکومت پرجوړښت بحثونه مخته وړي.

د ملي وحدت حکومت د جوړولو طرح د امریکا له خوا وروسته له هغه مطرح شوه چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لانجې څه باندې څلور میاشتې اوږدې شوې.

XS
SM
MD
LG