د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

د خوست د هوايي ډګر چارې ورو پر مخ ځي


د خوست د نوي هوايي ډګر د ملي پروژې لومړنۍ چارې؛ چې لس میاشتې وړاندې د ۱۵ نیم میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوي؛ اوس يې یوځل بیا د بیلابیلو لاملونو له کبله په کارونو کې ځنډ او ستونزې پیدا شوي دي.

د خوست د ولایتي شورا رییس "سید کریم خان خاکسار" ازادي راډیو ته وویل؛ چې د یاد هوايي ډګر د قرارداد ورکولو د بهیر په پیل په يې ډیری ستونزې او اندیښنې له وړاندې د ولسمشر او د اړوندو وزارتونو له چارواکیو سره شریکې کړې وې؛ خو هغوی زموږ شکایتونو ته ارزښت ورنه کړ.

سیدکریم خان خاکسار د هوايي ډګر په کار کې د ځنډ او خنډ اساسي لاملونه د کار د کیفیت خرابوالۍ او په ګټه وټه کې د شریکانو ترمنځ اختلافونه په ګوته کوي:

"موږ له مخکې خپلې اندیښنې رییس جمهور او د ټرانسپورټ وزیرته په ډاګه کړې وې؛ دا چې د دې پروژې په قرارداد کې مشکل شته؛ خو په دې مشکلو دوی غور ونه کړ؛ اوس تاسو عملاً وینئ، چې د دې پروژې کار ولاړ دی، کیفیت سم نه دی، تخنیکي کسانو کار پرې درولی دی؛ مافیايي کړۍ په خپلو کې په پیسو نه سره جوړیږي او زموږ پروژه اوس په ټپه ولاړه ده."

د خوست دوه تنه اوسیدونکی وايي، چې د هوايي ډګر د پروژې څخه باید د خوست-ګردیز د سړک خبره جوړه نه شي؛ چې تر یوې لیسزې وروسته هم نه دی جوړ شوی:

"زه شرین د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اوسیدونکی. دا چې د خوست د هوايي ډګر پروژه په ټپه ولاړه ده، باید کارونه يې پرمخ یووړل شي؛ داسې نه چې د خوست او ګردیز د سړک مساله ځني جوړه شي؛ لس میاشتې کیږي، چې کارونه يې شروع دي، خو کارونه يې ولاړ مالومیږي، هیله کوو دې ته توجه وشي.

۲-دا میدان چې دی باید روغ جوړ شي، خو روغ يې جوړ نه کړ، یو کال وشو، چې کار پرې روان دی، ډېر ورو کار کوي، روغ کار نه کوي، موږ غوښتل چې مسافر به په دې لاره کلي ته راشي، خو داسې يې ونه کړل، کار سم نه کوي، دولت نه مو دا غوښتنه ده چې؛ دا کار سم سرته ورسوي."

د خوست ځايي ادارې هم د هوايي ډګر د پروژې د قرارداد ورکولو په لومړني بهیر کې خپلې اندیښنې د رسنیو او رسمي مکتوبونو له لارې اړوندو ادارو سره شریکې کړې وې.

د خوست یو بل تن اوسیدونکی د هوايي ډګر د کار د چټکتوب او باکیفیته ترسره کوونې له پاره د ځايي ادارې او اړوندو وزارتونو څخه د دوامداره نظارت او تفتیش غوښتنه کوي:

"زه قمرخان کامران د خوست د تڼیو د ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی. په دې وروستیو وختونو کې چې موږ په دې لاره ځو او راځو، پوهیږو چې د دې هوايي ډګر کارونه سست روان دي او د دې احتمال يې شته، چې ودریدلي به وي، هیله مو دا ده، چې کارونه دې ګړندي شي، همدارنګه زموږ هیله د ټرانسپورت او فواید عامې د محترمو وزارتونو څخه دا ده، چې دوی دې د دې پروژې نه دقیقه څارونه وکړي او مسلکي کسان دې د دې پروژې د بررسي او نظارت له پاره راوستوي."

د خوست هوايي ډګر د پروژې د پلي کونکي شرکت یو تن مسوول انجینر عبدالرحمن دا خبره په کله ردوي؛ چې ګني په کار کې يې د ځنډ لامل د شریکانو اختلاف یا د کار خراب کیفیت دی؛ هغه وايي د څلورو میاشتو راهیسې ورته اړوندې ادارې د ترسره شوي کار پیسې نه دي سپارلي نو له همدې کبله په کار کې ځنډ پیښ شوی دی.

یاده دې وي، خوست د افغانستان په سویل ختیز کې هغه ولایت دی؛ چې په عربي هېوادونو کې په لسګونه زره مسافرین لري او په تېره یوه لیسزه کې ځايي اوسیدونکو يې د افغان حکومت څخه په پر له پسې توګه په یاد ولایت کې د هوايي ډګر د جوړیدو غوښتنه کړې؛ خو خوستوال د هوايي ډګر اوسني کار ته به کتو فکر کوي؛ چې دا هیله به يې حتی څو نور کلونه هم سرته ونه رسیږي.

XS
SM
MD
LG