د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

په کابل کې یوه خصوصي ټرانسپورټي شرکت خپل فعالیت پیل کړ


په کابل ښار کې یو خصوصي ټرانسپورټي شرکت د اتیاو لویو او وړو بسونو په واردولو سره خپل ټرانسپورټي فعالیتونه پیل کړ.

په کابل ښار کې د عامه ټرانسپورټ د ستونزو د کمولي په هدف یوه خصوصي ټرانسپورټي شرکت د لسګونو عصري بسونو په واردولو سره د چهارشنبې په ورځ په کار پیل وکړ.

د "لایف سټارالیوسف" په نامه د دې شرکت رییس محمد یوسف مومند وویل؛ د حکومت د همکاري په صورت کې به خپل فعالیتونه نورو ښارونو ته هم وغځوي.

"لایف سټار شرکت په لومړي قدم کې یې اتیا عرادې ملي بسونه را وارد کړي چې دا مهال یوسل اتیا پرسونل لري؛ په راتلونکي کې د نور موټرو په رارسېدو به خپل فعالیتونه پراخ کړي. افغانستان ورځ تربلې د پرمختګ په حال کې دی؛ نو یوه ښه ټرانسپورټي شرکت ته اړتیا شته چې له یو پلوه به د ښاریانو سترونزې حل شي او له بل پلوه به د ښار په ښایست کې مهم رول لري."

ښاغلي مومند وویل، ټرانسپورټي شرکټ یې په پنځه څلویښت لویو او پنځه دیرش وړو بسونو سره کار پیل کړی چې؛ مجموعي ارزښت یې څه د پاسه څلور میلیونه امریکاي ډالر کيږي.

د دې شرکت مسوولین وايي، دوی به شپه او ورځ په ښار کې منظم فعالیت کوي او کرایه به یې هم ارزانه وي.

په همدې حال کې د افغانستان د ټرانسپورټ وزیر علي نجفي وايي؛ د ملي بس دولتي تصدۍ د موټرو د پرزو د نشتوالي او یوشمېر نوروستونزو له امله نه شي کولای ښاري منظم ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کړي.

ښاغلي نجفي، د ښاري ټرانسپورټ په برخه کې له دې پانګوونې هرکلی کوي او په نورو سوداګرو هم غږ کوي چې؛ د سالم رقابت د زیاتېدو لپاره دې د ښاري ټرانسپورټ په برخه کې پانګونه وکړي:

"زه له نور سوداګر څخه په دې برخه کې غوښتنه کوم چې؛ پانګه واچوي او خپل خدمتونه وړاندې کړي، حکومت او دولت دواړه یې د دوی په خدمت کې دی موږ ژمنه کوو درې واړه ارګانه چې د ښاري ټرانسپورټ په برخه کې کار کوي له دوی سره مرسته کوي."

اوسمهال په کابل ښار کې لوی ملي بسونه کم ترسترګو کیږي او پرځای یې واړه شخصي موټر د ښاري ټرانسپورټ په برخه کې کار کوي چې؛ هم یې په ښار کې ګڼه ګوڼه جوړه کړې او هم د ټولو خلکو لپاره کافي نه دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG