د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

بايسکل د افغانو ښځو لپاره د نوي خپلواکۍ په مانا


په پخواني افغانستان کې د هغو ښځو لپاره چې بايسکل به يې چلاوه، د شااوخوا خلکو له خوا په ځير ورته کتل کېدل او يا هم د هغوی له خوا کومه بده خبره اورېدل، له تصوره لېرې وه.

د ښځو پربايسکل سپرېدل د نړۍ په ځينو ځايو کې کېدای شي يوعادي کاروي خو نن زمانه په افغانستان کې د ښځو لپاره بايسکل ځغلول ښه نه ګڼل کيږي.

د هېواد د ښځو د بايسکل ځغلونې ملي ټيم چې لس غړي لري، يو ځل بيا د ښځو له خوا د بايسکل ځغلونې تاريخ تکراروي.

په افغانستان کې د ښځو د بايسکل ځغلونې ملي ټيم د ۲۰۲۰ د اولمپيک د بايسکل ځغلونې په مسابقه کې د برخه اخيستلو لپاره تياری نيسي. خو په اولمپيک کې د برخه اخيستلو پرته د دوی يو بل لوی هدف دا دی چې نورې ښځې هم بايسکل ځغلونې ته وهڅوي.

د فرانسې د خبري اژانس په وينا، په افغانستان کې د ښځو د بايسکل ځغلونې ملي ټيم غړې او مرستياله روزونکې ۲۶ کلنه مرجان صديقي وايي، چې بايسکل زموږ لپاره د ازادۍ په مانا دی.

موږ د سياسي شعارونو ورکولو لپاره بايسکل نه ځغلوو بلکه موږ په ريښتيا غواړو چې بايسکل وځغلوواو که دا کار زموږ وروڼه کولای شي، موږ يې هم کولای شو.

بايسکل ځغلونه په افغانستان کې دغه ښځې له خطر سره مخامخ کوي.

مرجان او د دې د ټيم غړي چې د ۱۷ څخه تر ۲۱ کلونو پورې عمرونه لري، يوه ورځ پر خپلو بايسکلونو د پغمان پر لورې وخوځېدې. په لاره کې خلکو دوی ته د تعجب او ځينو په تهديدونکي نظر کتل. خو دوی خپل سفر ته دوام ورکړ. دغه نجونۍ د لار رويانو له خوا د تهديدونکو او له نفرته ډکو خبرو او ښکنځلو سره عادي شوي دي. پخوا په افغانستان کې د بايسکل ځغلونکو ښځو لپاره داسې چلند له تصوره لېرې خبره وه. خو اوس هغه پرمختللی وخت نه دی پاتې او خلک د ښځو دې کارته په بد نظرګوري.

د فرانسې د خبري اژانس په وينا، د ملي ټيم د يوې غړې شل کلنې فروزان مور چې په تورڅادرکې يې ځان پېچلی وو، وايي زما لورزما هيله ژوندۍ کړه، دا زما هيله وه چې بایسکل وچلوم. زما مور او پلار ماته د بايسکل ځغلونې اجازه نه راکول او زه نه غواړم هغه کار له خپلې لورسره تکرار کړم.

د دې په وينا، دې او د دې خاوند د دوی د لور د بايسکل ځغلونې خبره له ملګرو او خپلوانو څخه پټه ساتلې ده ځکه چې د دوی په فکرهغه به د دوی په دليل هيڅ کله سر خلاص نه کړي.

يوه ورځ مرجان او د دې ملګرې پرخپلو بايسکلونو سپرې وې چې؛ يوڅوموټرسايکل سپاره له دوی سره په لوی لاس د دوی خوا ته ورغلل او له دوی سره يې ټکر وکړ. په دې حادثه کې د مرجان ملا زخمي شوه.

ښاغلی محمد صديق چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې يې د ښځو د بايسکل ځغلونې ټيم جوړ کړی وو، له دې پېښې وروسته په موټرسايکل پسې ځغاسته وکړه. له هغو موټرسايکل سپرو څخه يې يو کس ونيو او پوليس ته يې په لاس ورکړ.

د فرانسې د خبري اژانس په وينا، ښاغلی صديق وايي، چې په افغانستان کې د ښځو امنيت دوامداره اندېښنه ده.

دی وايي، چې که طالبان بيرته راشي، لومړي تلفات به د ښځو د حقونو وي.

XS
SM
MD
LG