د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

"ایران د انټرنټ له لارې په افغانستان کې قومي مسایلو ته لمن وهي"


د افغانستان د ولسي جرګې یوشمیر استازي د ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنو په اړه خپله اندیښنه په ډاګه کوي او وايي، له هغه څه چې اټکل یې کیږي ایران او پاکستان په دې لاسوهنو کې مخته تللي دي.

د خلکو دغه استازي وايي، د جمهوري ریاست انتخاباتو د دویم دور په درشل کې ګاونډي هېوادونه له بیلابیلو لارو هڅه کوي چې قومي مسایلو او شخړو ته لمن ووهي.

شکریې بارکزۍ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ ځینې بهرنۍ کړۍ په ټولنیزو شبکو په تېره بیا "فیس بوک" کې له جعلي ادرسونو نه په ګټې اخیستو سره په افغانستان کې قومي مسایل راپورته کوي.

"اکونټونه جوړ شوي دي. د افغانستان په یوه مشخص قوم باندې تورونه لګول کیږي؛ هغوی ته سپکاوی کیږي. فوټوشاپ عکسونه په هغه کې ایښودل کیږي. زما هیله او غوښتنه هم دا ده حد اقل هغه اکونټونه چې جوړیږي؛ د هغو اکونټونو د بلاک لپاره په خپله له فیس بوک سره تماس ونیول شي چې؛ زه فکر کوم چې دا یواځینۍ لار ده چې؛ د افغانستان خلک له بې اتفاقۍ او له غلطو راپورونو وژغورو."

اغلې بارکزۍ وویل، د ګاونډیو هیوادونو له خوا د افغانستان د انتخاباتو د پروسې د ګډوډولو لپاره پرله پسې هڅې شوي دي.

له بلې خوا د ولسي جرګې یوې بلې غړې ارین یون ایران او پاکستان تورن کړل چې؛ د افغانستان د انتخاباتو په پروسه کې لاسوهنه کوي.

"په دې ورځو کې موږ شاهد یو چې د دوی قونسلګرۍ د ایران او د پاکستان مستقیماً د یوه کاندید لپاره کمپاین شروع کړی دی. کوم سایټونه چې دوی لري په انټرنټ کې کومې ورځپاڼې چې د دوی دي؛ هماغه کسان چې په افغانستان کې د پاکستان له [ای. اېس. آی] سره یا د ایران د سپاه پاسداران سره ارتباط لري؛ هغوی ټول منسجم شوي دي، د یوه مشخص کاندید لپاره."

د افغانستان د ولسي جرګې غړو له حکومت او مدني ټولنو غوښتي چې؛ د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنو مخه ونیسي.

له دې مخکې د کمپیوټر د امنیتي ادارې یوې همکارۍ څانګې "آی سایټ" په یوه راپور کې پر ایران تور لګول شوی و؛ چې په ټولنیزو شبکو کې جاسوسي کوي.

د دې ادارې ویاندې "ټیفني جونز" رویټرز آژانس ته ویلي؛ د دوی څېړنو له مخې ایران له ډېر وخت راهیسې دا کار کوي او په کې بریالی هم دی.

آی سایټ ویلي، ایران د امریکا، سعودي عربستان، عراق او افغانستان سیاسي او پوځي مشران، سفیران د پارلمان مشران او جګپوړي پوځیان د دغو جاسوسي فعالیتونو ښکار ګرځولي دي.

د آی سایټ په حواله په فیس بوک، ټویټر، لینکډ این او ګوګل پلس کې ایران د جعلي ادرسونو په جوړولو سره جاسوسي کوي او په هیکینګ کې یې هم ګټه ځنې اخیستې.

په همدې حال کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ ډېر ژر به په دې هېواد کې په ټولنیزو انټرنیټي شبکو کې د مذهبي عقایدو او د مقرره قوانینو مخالف ټول فعالیتونه ودروي:

"کله کله د فیس بوک له لارې نه ناوړه استفادې کیږي. ما د خپل ټیم سره خبرې کړي دي موږ غواړو چې د دې لپاره د حل لار پیدا کړو. موږ به په خپله په افغانستان کې یو سیسټم جوړوو چې؛ د هغه سیسټم له لارې هغه فیس بوک پاڼې چې زموږ د عقیدو، قوانینیو او مقرراتو سره مخالف دي هغه لرې کړو او یا هغه فیس بوک پاڼې چې د چا په نوم جعلي جوړې شوي دي؛ هغه هم بیا موږ وکړای شو، چې په خپله یې لرې کړو."

لویدیځو رسنیو هم په افغانستان کې د ایران له خوا د قومي او ژبنيو جنجال پاروونکو مسایلو د رامنځته کولو په سر رپوټونه خپاره کړي دي.

د سیاسي چارو افغان کارپوهان هم وايي چې؛ ګاونډيو هېوادونو له هغې ډلې ایران له بیلابیلو لارو په افغانستان کې قومي او ژبنیو تعصبونو او شخړو ته لمن وهلې او لا یې هم دغه هڅې دوام لري.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG