د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

د برهان الدین رباني د قتل عاملین نیول شوي


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د ملي امنیت اداره باید د برهان الدین رباني د وژلو په پیښه کې د ښکیلو کسانو نومونه افشا او هغوي د قانون منګلو ته وسپارل شي.

د دې شورا ویاند نن ازادي راډیو ته وویل، که افغان حکومت د زنځیریي وژنو عاملینو ته جدي سزا ورکړي، نو د دې ډول وژنو مخه به ونیول شي.

دوي دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې؛ د ملي امنیت سر پرست رحمت الله نبیل تیره ورځ وویل چې؛ د برهان الدین رباني د ترور عاملین یې نیولي دي.

د سولې عالي شورا وایي، که څه هم ملي امنیت د برهان الدین رباني د وژنې د عاملینو په پیژندلو او نیولو کې ډیر وخت تیر کړ، خو دوي د دې اقدام هرکلی کوي.

د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد وایي چې؛ د ملي امنیت اداره باید ژر تر ژره د نیول شویو کسانو نومونه افشا کړي او عدلي او قضایي ادارې یې باید قضیې په جدیت سره وڅیړي.

ښاغلي شاهد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که حکومت د برهان الدین رباني د وژنې عاملینو ته لازمه سزا ورکړي، په افغانستان کې به د دې ډول وژنو مخه ونیول شي:

"غوښتنه مو داده، هرڅوک چې په دې قضیه کې دخیل دي که هغه لوی خلک دي که واړه خلک دي، نومونه یې باید افشا شي، د قانون منګولو ته وسپارل شي، هغسې سزاوې ورکړل شي چې دوی ته جزا وي او د نورو لپاره عبرت وي او په آینده کې ددغسې واقعاتو مخه ترډیره ونیول شي."

د سولې د عالي شورا پخوانی مشر او پخوانی جمهور ریس برهان الدین رباني د ۱۳۹۰ لمریز کال د سنبلې په نهه ویشتمه نیټه په خپل کور کې د یوه انتحاري حمله کوونکي له خوا چې ځان یې د سولې قاصد معرفی کړی وه، ووژل شو.

له دې وړاندې د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني هم په واروار له حکومته غوښتي چې د پلار د وژنې عاملین یې باید معلوم او محاکمه شي.

په تیرو دوو کلونو کې له برهان الدین ربانی سربیره د سولې عالي شورا ځینې نور غړي لکه مولوي ارسلا رحماني او مولوي محمد هاشم منیب هم وژل شوي دي.

د سولې عالي شورا د ملي امنیت له ادارې څخه غواړي چې ددې کسانو د وژل کیدو اصلي عاملین هم باید معلوم او قضیې یې په جدیت سره وڅیړي.

دوی دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل د سې شنبې په ورځ مشرانو جرګې ته وویل چې د برهان الدین رباني د وژنې عاملین یې نیولي دي:

"د استاد رباني په اړه د هغو کسانو چې له انتحاري سره ارتباط وو، چا چې انتحاري راوستلی وو او چا چې ساتلې وو، په شمول د غفلت، څوک چې د افغانستان دننه په دې حمله کې سهیم وو، ټول نیول شوي دي، که چیرې تاسو یو هیئت تعین کړی مونږ به لست او دا چې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی ستاسو په خدمت کې حاضر کړو."

که څه هم ملي امنیت له دې وړاندې ویلي وو چې؛ د برهان الدین رباني د وژلو پلان طالبانو د کوټې شورا له خوا جوړ شوی وو، خو کارپوهان وایي، د هېواد دننه هم ددې حملې له عملي کیدو سره مرسته شوې.

ملي امنیت هماغه وخت د سولې دعالي شورا د دارلانشا سلاکار رحمت الله واحدیار ونیو چې تراوسه هم په توقیف کې دی.

خو تراوسه معلومه نده چې ددې پیښې په تړاو نیول شوي نور کسان به څوک وو او ملي امنیت به یې څه وخت نومونه افشا کړي.

راپور: اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG