د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

ټولنیزې رسنۍ ګرمې دي او که زموږ ځوانان؟


د انټرنټ له عامیدو سره د خلکو ترمنځ د اړيکې لپاره له یاهو، جي میل، هاټ میل او ځینو نورو ویبپاڼو کار اخيستل پيل شول، چې یو بل ته بریښنالیک وليږي او په اصطلاح چټ وکړي، د سکايپ په مرسته له یوه بل سره مخامخ خبرې وکړي او د یوه بل څېره هم وګوري.

په دې وروستیو کې د فیس بک او ټويټر بازار ګرم شو، خو د ټولنيزو رسنیو یا Social Media په فهرست کې فیس بک نن سبا په لومړي سر کې ځای لری.

فیس بک پاڼه د امریکا د هارورډ پوهنتون یوه محصل مارک زکربرګ له خپلو څلورو ټولګیوالو سره په ګډه په ۲۰۰۴ کال کې جوړه کړه.

دا پاڼه په لومړیو کې یوازې د نوموړي پوهنتون تر محصلانو محدوده وه، خو اوس ټولې نړۍ ته غځېدلې ده. د فیس بک ادارې له خوا د ۲۰۱۳ کال په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې ۱.۱۱ بیلیونه غړي ورسره ثبت دي.

په فیس بک د چټ کولو ترڅنګ خپل نظر په څو ثانیو کې تر ډيرو رسولی شو، هم ویډيو او عکسونه خپرولی شو او هم ډلې په کې جوړولی شو.

له فیس بکه که ځينې ځوانان په دې خوشاله دي، چې په ډیره اسانۍ خپل نظر تر نورو رسولی شي، خپل مالومات له ډیرو نورو سره شریکولی شي او له ملګرو سره پکې خبرې کولی شي، نو ځينې بیا په دې خفه دي، چې یو شمیر کسان پکې تخریب هم کوي، دروغجن او د نجونو په نومونو پکې اکاونټونه جوړوي او ځينې پکې د نورو سپکاوی کوي.

زه هم په فیس بک کې اکاونټ لرم، دا موضوع مې په فیس بک کې له خپلو ملګرو سره شریکه کړه، څه وايي چې "د کونډې په کونډې دمه کیږي" یا "ځای هغه سوځي چې اور پې بلیږي"، دوی هم په فیس بک کې ځینو کارونو ځورول، نظرونه یې دغه دي:

"بیت الله حميدي ليکلي، چې په فیس بک کې د ځينو ډلو لخوا ځوانان تېرایستل کیږي او په هیواد کې یې ناامنۍ ته هڅوي.

لعل اریوبي بیا فیس بک د افغانانو تر منځ د نفاق اچولو عالي وسیله بللې. حمیدالله صابري لیکلي چې په مستعارو نومونو اکاونټونه، بربنډ تصویرونه او بې مانا بحثونه مې ځوروي.

نذیر احمد ریښتينی لیکي چې فیس بک ډیر کاروم خو وخت مې ډیر ضایع کوي. عطامحمد میاخیل لیکي چې انسانان سره هم نظره ندي، نو په یوه لیکنه کې د نورو نښلول (ټيګ کول) پر نورو د خپل نظر تپل دي، چې سم کار نه دی.

ولي درمان لیکلي، چې د فیس بک له لارې ډيری خلک بې ځاپه پوچ تبلعات کوي او له بشريت او تمدن څخه ليرې ليکل کوي.

حزب الله اتل بیا لیکلي، چې په منځني ختيځ کې فیس بک نظامونه ونړول، خو په افغانستان کې لس ځوانان هم نشي سره متحدولی، ځکه چې سمه ګټه ترې نه اخیستل کیږي.

د پښتو ژبې پیاوړي شاعر کاروان صاحب لیکلي، چې په فیس بک کې مې په وينو لژند تصویرونه او نورو ته سپکې سپورې ځوروي. حضرت الله ستومان پکې ډیر ملګري او علمی مالومات ترلاسه کړي او له فیس بکه خوشاله دی.

نقیب احمد عزيزي لیکي، چې په نورو مملکتونو کې خلک په فیس بک کې د یوه بل پوښتنې سره ځوابوي او د یوه ښوونځي کار ترې اخلي، خو دلته په کې ځینې ناکاره خبرې لیکي.

خو په لندن کې میشت افغان ځوان اسماعیل خان لیکي، چې له ټولنيزو رسنیو په ټوله نړۍ کې یو ډول ګټه اخيستل کیږي، دی وايي، چې نږدې ۲۰ فیصده ځوانان هلته ترې ناسمه ګټه اخلي، د تیرکال د یوه خبر یادونه یې کړې، چې له ۲۰ کلنۍ یوه کم عمره نجلۍ د هغه ځای پولیسو ځکه ونیوه، چې په فیس بک کې یې ډیر اکاونټونه لرل او په ناسمه توګه یې کارول."

وګمه فضلي یوه افغانه ژورنالیسته او شاعره ده، هغه وايي چې؛ د فیس بک ښځينه کاروونکې هم له یادو مسایلو په امان کې نه دي پاتې، هغه وايي، چې د دوی په نوم اکاونټونه جوړیږي او د دوی په نوم له نورو سره د فیس بک او یا ايميل له لارې اړیکه نیول کیږي، چې یو وخت کوم چا د هغې په نوم هم اکاونټ جوړ کړی و.

نصرت الهام له ډیرې مودې راهیسې له فیس بک او ځینو نورو ټولنيزو شبکو کار اخلي، هغه که یو خوا دا خبره کوي، چې په فیس بک کې خپریدونکي څه رسمي نه وي، ځکه باید ډير جدي وانخيستل شي، نو بلخوا وايي، چې پخپله له انټرنټ او یادو شبکو سره د ځينو ځوانانو کمه بلدتیا هم دوی له بیلا بیلو ستونځو سره مخ کوي.

سیدرحمان مسکينیار پخپله له فیس بک سره نه و بلد، کوم ملګري ورته اکاونټ جوړ کړی و، خو همده نابلدتیا یې یوه ورځ د دې سبب شوه، چې هغه اکاونټ بیرته وتړي.

یو ځوان میراحمد یاد له ځینو دلیلونو سره وايي، چې تر اوسه موږ د فیس بک او نورو انټرنټي وسایلو د کارولو معیار ته نه یو رسیدلي، همدا راز دی هغه کسان رواني ناروغان بولي، چې د فیس بک له لارې نور ځوروي.

افغان ژورنالیست عاشق الله یعقوب وايي چې دا په موږ پورې اړه لري، چې له فیس بکه څنګه ګټه واخلو، ځکه چې په چاقو ځینې کسان پياز وړوي خو ځینې نور انسانان پرې وهي.

The wall street journal د ۲۰۱۲-کال د یوه رپوټ پر بنسټ د فیس بک له ۱ میلیون کاروونکو یې نږدې ۹ فیصده جعلي اکاونټونه دي.

څه وايي، چې که غر لوړ دی هم نو په سر یې لار شته... نصرت الهام وايي، چې که څوک په فیس بک کې بد رد درته لیکي، په بدو عکسونو کې مو نښلوي یا ټيګ کوي، کولی شئ، چې هغه کسان له خپلې فیس بک پاڼې بند یا بلاک کړئ او له شره یې ځان خلاص کړئ.

که غواړئ څوک مو په فیس بک کې ونه ځوروي او له خپلې پاڼې ښه ګټه واخلئ نو د ملګرو په زیاتولو او د هغوی د ملګرتیا د بلنې په منلو کې له ډير احتیاطه کار واخلئ، دا خبره هم نصرت الهام کوي او زیاتوي، چې د یوه ملګري د ملګرتیا د بلنې یا friend request له منلو وړاندې د هغه پروفایل یا کور پاڼې ته لاړ شئ او د هغه په له مالوماتو پیدا کولو او پيژندګلوی وروسته د هغه بلنه ومنئ.

يو خو هغه ځوانان دي، چې مستعار یا دروغجن اکاونټونه جوړوي او نور ځوروي، د هغوی د مخنيوي او له منځه وړلو لار خو نصرت الهام راوښوده، او بل هغه ځوانان دي، چې په فیس بک کې هر څه خپروي او ليکي یې.

د دوی په اړه میراحمد یاد وايي، چې په فیس بک کې د هر څه خپرول د هماغه خپرونکي کس د شخصيت نمايندګي کوي، نو که غواړو نورو ته ښه معرفي شو، باید ښه او ګټور څه خپاره کړو.


تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:10 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG