د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

د ښځو او نجونو موجودیت په پوځي عملیاتو کې ګټور تمام شوې


د ملي اردو د ځانګړیو ځواکونو قوماندانی وایي، چې د ځانګړیو ځواکونو په لیکو کې د ښځو او نجونو موجودیت په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو له مخنیوي سره مرسته کړې ده.

د ځانګړیو ځواکونو د قوماندانۍ مشر د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ځانګړو ځواکونو دغه محدود شمېر ښځینه عسکرې په ډیرو عملیاتو برخه اخلي.

بل خوا بیا یو شمېر نجونو چې د ځانګړیو ځواکونو په لیکو کې کار کوي ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې له خپلې دندې ډیرې خوشاله دي.

سره له دې چې د افغانستان په ځانګړو ځواکونو کې محدود شمېر ښځې او نجونې شته خو هغوی چې په دې برخه کې کار کوي له خپلې دندې ډیرې خوشاله او راضې ښکاري.

د سې شنبې په ورځ د ځانګړیو ځواکونو قوماندانی ته لاړم، د قومانداني فضا ډیره آرامه او په یوه برخه کې نجونې او میرمنې په تمرین بوختې وې.

سره له دې چې د تمرین ځای ته یې د ورننوتو اجازه رانکړه خو له هغوی سره مې د قوماندانی په انګړ کې خبرې وکړې.

پیغله صدف چې د ځانګړیو ځواکونو عسکره ده، پوځي یونیفورم یې په ځان وو او آزادۍ راډیو ته یې وویل چې له خپل کار نه ډیره خوشاله ده او د کار پر مهال له هیڅ ډول ستونزې سره نه ده مخامخ شوې.

صدف له نورو ټولو نجونو او ښځو هم وغوښتل، چې د ځانګړیو ځواکونو لیکو ته ورشي او له دې لارې خپل هیواد ته خدمت وکړي.

هغه وایي کله چې کوم ولایت ته د عملیاتو لپاره ځي نو له خپل سر او هر څه تیره وي ځکه په خبره یې چې له خپلې دندې او هیواد سره ډیره مینه لري.

دغه نجونې او میرمنې پداسې حال کې د ځانګړیو ځواکونو په لیکو کې وظیفه اجرا کوي چې د افغاني ټولنې د ځینو ناسمو دودونو او محدویتونو له امله ښځو ته حتې په ملکي ادارو کې کار کول هم سخت دی.

ځانګړي ځواکونه دا مهال اکثراً د طالبانو پر ضد هغه خاص عملیات پر مخ وړي چې د پخوانیو استخباراتي معلوماتو په اساس کیږي.

افغان چارواکی وایي اوس په ځانګړو ځواکونو کې د ښځو او نجونو شمیر ډير محدود دی او پنځه ویشت تنو ته رسیږي.

نسرین بله پیغله ده چې د افغانستان ځانګړیو ځواکونو په لیکو کې کار کوي، هغه هم وایي چې په افغاني ټولنه کې ښځو ته په پوځی برخه کې دنده ترسره کول ګران کار دی.

نسرین وایي سره له دې چې ډیر وخت کیږي د ځانګړیو ځواکونو په لیکو کې کار کوي خو تراوسه یې پرته له کورنی نور خپلوان او ملګري نه نه دي خبر کړي:

"زما د دندې په هکله تر اوسه زما خپلوان او ملګري نه دي خبر یواځې کورنی مې خبره ده.

تر اوسه له کومې ستونزې سره نه یم مخ شوې او په راتلونکې کې هم ځان په خدای سپارم، ځکه چې زمونږ دنده پاکه او مقدسه ده نو ځکه هیڅ ویره نه لرو.

زموږ په قطعه کې هیڅ ډول ستونزه نشته زمونږ د خوب ځایونو بیل دي، تشنابونه او هر څه مو منظم او بیل دي، نارینه هیڅ کار نه پکې لری، دلته حتې له خپل کور نه هم دلته ډیر ارام یو."


دا پداسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د بشري حقونو د څار سازمان یو رپوټ خپور کړ او د ښځینه پولیسو د ستونزو یادونه یې پکې کړې وه.

په رپوټ کې راغلي وو چې ښځینه پولیسې د خپل کار پر مهال ځانګړي تشنابونه او د جامو بدلولو ځای نه لري، چې د کورنیو چارو وزارت بیا دغه راپور رد کړ.

خو هغه میرمنې چې د ځانګړیو ځواکونو په لیکو کې دنده پر مخ وړي وایي چې د کار پر مهال هیڅ ډول ستونزه نلري او ټول هغه امکانات چې نارینه یې لري دوی یې هم لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د ګډو ځواکونو د خاصې قطعې قومندان وایي چې د ځانګړیو ځواکونو د قوماندانۍ د رامنځ ته کولو هدف د ملکي تلفاتو مخنیوی دی.

ډګروال جلال الدین یفتلي وایي له کله نه چې میرمنې د ځانګړیو ځواکونو لیکو ته راغلي نو د دوی ستونزې هم ډیرې کمې شوې دي:

"دا میرمنې مونږ سره په ټولو ولایتونو کې په هغو عملیاتونو کې اوږه په اوږه برخه اخلي چې مونږ یې دشپې لخوا کوو.

د میرمنو دنده د عملیاتو پر مهال د ښځو تلاشي کول او ماشومانو ته ډاډ ورکول دي.

د دوی ونډې زمونږ له اوږو غټ بار پورته کړ او زمونږ کار یې ډیر اسانه کړی دی.

هغه مهال چې دوی نه وې نو په ولایتونو کې به ښځو مونږ ته اجازه نه راکوله چې مونږ یې کورونه تلاشي کړو، پداسې حال کې چې موږ ډیرو ځایونو کې له کورونو ځان وژونکي د ښځو په جامو کې را ایستلې دي، خو اوس زمونږ همکارانې کولی شي مونږ سره د هغوی په پيژندلو کې مرسته وکړي."


ډګروال یفتلي وایي، چې ښځینه ځانګړي ځواکونه په هلمند، کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې فعالیت کوي.

هغه وایي چې هڅه کوي په راتلونکې کې د ځانګړیو ځواکونو په لیکو کې د ښځو ونډه هم پراخه کړي:

"اوس شاوخوا پنځه ویشت تنه میرمنې موږ سره کار کوي، سبا هم د فراغت یوه دوره لرو چې میرمنې هم په کې دي.

مونږ یو ځل بیا د کورنیو چارو وزارت ته خپل وړاندېز کوو چې مونږ سره د ځانګړیو ځواکونو په لیکو کې د نورو ښځو په نیولو کې هم مرسته وکړي ځکه یوه میاشت وروسته بیا د ښځو د ټاکلو وخت دی.

زموږ کارکوونکي مخ په ډیریدو دي، اوس د ښځو یو بلوک لرو خو غواړو چې تر دوه زره څوارلسم میلادي کاله د ښځو یو ټولۍ ولرو."


د ځانګړیو ځواکونو د قوماندانۍ د معلوماتو له مخې د ځانګړو ځواکونو قطعه درې نیم کاله کیږي چې رامنځ ته شوې او تر دمه پنځه ویست ښځې او نجونې پکې دي.

د دوی په خبره ځانګړي ځواکوني د افغان او بهرنیو روزونکو لخوا روزل کیږي او تر پنځو میاشتو روزنې وروسته دندې ته لیږل کیږي.

د دې قومانداني چارواکي وایي چې د ځانګړیو ځواکونو په لیکو کې میرمنې د عملیاتو پر مهال کورونه تلاشي کوي، ټپي شویو کسانو سره ته لومړنی طبي مرستې رسوي او کله نا کله پر مخالف لوري وسله هم استعمالوي.

یو شمیر کتوونکي وايي چې په هیواد کې روانو ناامنیو ته په کتو سره لا ډیرو افغان ځانګړيو ځواکونو ته اړتیا ده تر څو د هغو بهرنیو ځانګړو ځواکونو ځای ونیسي چې اوسمهال په هیواد کې پوځي عملیات کوي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG