د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

“له طالبانو سره تر رسمي خبرو مخکې به ورته دفتر خلاص نه شي”


افغان حکومت سره له دې چې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر له پرانیستلو سره مخالفت نه ښيي، خو وايي دغه دفتر به هغه وخت پرانیستل کیږي چې طالبان له حکومت سره د خبرو رسمي اعلان وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، چې د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې استماعیه غونډې ته ورغلی وو، وکیلانو ته وویل، چې د طالبانو لپاره د قطر دفتر یوازې د خبرو لپاره دی نه د طالبانو د سیاسي فعالیتونو لپاره:

“دغه دفتر به تر هغو خلاص نه شي او پرېکړي ته به ورسره ونه رسیږو، تر څو چې طالبان یا د هغوي تحریک دا اعلان نه کړي، چې له افغان حکومت سره خبري کوو.

که یو دفتر خلاص شي، معلومه نه ده، چې څوک له چا سره خبرې کوي، دا موږ له یوه غټ خطر سره مخکوي، اوس طالبان وايي له افغان حکومت سره خبرې نه کوو، نو له چا سره یې کوي، که له هر چا سره خبرې وکړي موږ له یوه لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان کیږو.”

ښاغلي رسول وویل، که د شرایطو په منلو سره دغه دفتر پرانیستل شي او وروسته بیا له شرایطو څخه سرغړونه کیږي، نو دغه دفتر به بیرته بندیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې لومړنۍ خبرې به په دې دفتر کې کیږي، خو وروسته ټولې خبرې اترې باید دننه په افغانستان کې وشي.

تر دې مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي په یوه کنفرانس کې ویلي وو، چې حکومت یې د ټولو هغو خبرو ملاتړ کوي، چې د افغانستان د سولې په هدف کیږي.

په تیره شا او خوا یوه میاشت کې د پاکستان له زندانونو څخه یو شمېر طالبان ازاد شول، چې د دوي مشران هم په کې شامل وه.

همدارنګه په پاریس کې د افغانستان د سولې عالي شورا د غړو، د حکومت د اپوزیسیون ډلو او وسله والو طالبان د استازو ګډه غونډه هغه ټکي دي، چې خلک یې د سولې د خبرو په اړه هیله من کړي دي.

تر دې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ، چې د یوې سیاسي ډلي په توګه دي په راتلوونکو انتخاباتو کي ګډون وکړي او له جګړې دي لاس واخلي.

خو وسله والو طالبانو تل ټینګار کړی، چې دوی له افغان حکومت سره خبرو آترو ته نه دي تیار.

د سیاسي چارو پوهان وايي، د افغان حکومت دا شرط به بیا هم د سولي خبري له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

د دغو پوهانو له ډلي وحید مژده له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې، د افغانستان د سولې عالي شورا او د پاکستان حکومت ترمنځ پرېکړې ته په کتلو وايي، چې دا د افغان حکومت له خوا یوه پلمه ده.

ښاغلی مژده وايي، پاکستان له افغان حکومت سره ژمنه کړې، چي د 2013 کال تر نیما یي به طالبان له حکومت سره خبرو ته کښینوي.

په تیره لمریزه میاشت کي د افغانستان د ملي امنیت شورا په خپله غونډه کي په قطر کي د طالبانو د دفتر د خلاصولو پر شرایطو او میکانیزم خبري وکړې او پرېکړه یې وکړه، چي په دې اړه به یوه طرحه جوړه او د قطر له حکومت سره به پرې خبرې وکړي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG