د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

له لسو کالو راهیسې په ننګرهار کې پاکستانۍ کالدارې چلېږي


له تیرو لسو کلونو راهیسې افغان دولت په دې هڅه کې دی، چې د نورو سرحدي سیمو په ګډون په ننګرهار کې هم د افغانیو چلښت مروج کړي، خو د یو شمېر هېوادوالو په خبره د ناسمې کړن لارې له امله اوس هم په دې ولایت کې راکړه ورکړه په کالدارو کیږي.

شاوخوا اته کاله کیږي، چې د کالدارو د چلښت د مخنیوي په موخه د افغانستان بانک، څارنوالۍ، ملي امنیت، ښاروالۍ او یو شمېر نورو اړوندو ادارو له خوا یو ګډ کمیسیون هم جوړ شوی، ترڅو په ښار کې هغه دکانونه جریمه او د یوې لنډې مودې لپاره بند کړي، چې توکي په کالدارو پلوري.

په همدې خاطر د جلال اباد ښار یو شمېر دکاندران وايي، چې دغه جوړ شوی کمیسیون د دې پر ځای، چې د کالدارو د چلښت مخنیوی وکړي، بلکې خپلې شخصي ګټې يي مخې ته کړي، دوی وايي، ځکه خو دا کمیسیون په خپل کار کې پاتې راغلی دی:

"زه د جلال اباد ښار یو دکاندار یم، دلته د کالدارو او افغانیو واله راځي دکاندرانو ته پرچی ورکوي، هغه زموږ ملګري کیسه کوله، چې دا کمیسیون واله راغلل دکان ته يي پرچه ورکړه، بیا وروسته يي خپله په کالدارو سودا کوله خو موږ، چې ورته وویل تاسې ولې کالدارې کاروی، نور جواب يي نه ویل يي رسمیات ختم دي.

خپله که د دغه کالدارو او افغانیو واله جیبونه وګورئ له کالدارو نه ډک وي نو پکار دی، چې د دې لپاره سم پروګرام عملي شي.

زما نوم ګلزار دی دکاندار یم، دغه کمیسیون ته چې پيسې ورنه کړې نو دکانداران ځورول کیږي، دوی موږ ته وايي، ولې غټو شرکتونو ته نه وايي، چې هغوي په کالدارو او ډالرو توکي خرڅوي نو موږ مجبور یو."


د څو تنو دکاندارانو په خبره يي یاد کمیسیون له ټولو دکاندرانو سره یو ډول چلند نه کوي او یوازې هغه دکانداران جریمه کیږي، چې د دوي ورسره پيژندګلوی نه وي.

په ننګرهار کې د اصنافو د اتحادیې مشر حاجي جمال رحماني هم د یاد کمیسیون کړنې بې ځایه بولي، دوي وايي، په تیره اوږده موده کې دغه کمیسیون په دې بریالی نشو، چې د کالدارو د چلښت مخه ونیسي.

رحماني زیاتوي، د دې کار د ناکامۍ لامل په دې کې دی، چې تر اوسه د افغانستان بانک مسولینو د اصنافو او سوداګرۍ خونې چارواکو سره په دې اړه نه تر اوسه ناست دي او نه يي هم ورسره دا ستونزه شریکه کړې:

"تر اوسه د بانک رهبري ملي سوداګرو سره غونډه نه ده کړې، اصنافو سره يي غونډه نه ده کړې، دکانونه بند شول، په میلیونونو روپی جریمه غونډه شوه، ولې ستونزه حل نشوه مرکزي دولت دې په دې برخه جدي تصمیم ونیسي."

خو دا چې په تیرو اتو کلونو کې د یاد کمیسیون لاسته راوړنې څه دي، د افغانستان بانک مشر حاجي روح الله وايي، دوي په دې موده کې دومره کړي دي،چې افغانۍ يي پرخلکو پيژندلې ده:

"متاسفانه په تیرو لسو کلونو کې، موږ سره له دې چې، یو کمیسیون فعالیت کوي اوس په دې وختو کې فعالیتونه لږ ښکاره شوي ځکه مخکې چا افغانۍ نه پيژندله خو اصل مشکل په دکاندرانو کې دی،زموږ په اصنافو کې دی او سوداګرو کې دی."

نوموړی د دکاندارانو هغه ادعاوې بې بنسټه بولي، چې په خبره يي د کالدارو د چلښت پر وړاندې کمیسیون له ټولو دکاندارانو سره یو ډول چلند نه کوي.

خو له دې ټولو سره سره د جلال اباد ښار یو تن اوسیدونکی عبدالنصیر په دې برخه دولت ګرم ګڼي او په خبره يي دوی ددې ستونزې د حل په موخه جدي ګامونه نه دي پورته کړي.

نوموړی وايي، که چیرې دولت داسې یو عام پروګرام عملي کړي،چې له مخې يي هر هغه څوک،چې په کلدارو راکړه او ورکړه کوي جریمه او ونیول شي نو د کلدارو د چلښت مخه به ونیول شي:

"په دې طریقه نه کیږي، چې یو دکاندار پریږدي او بل جریمه کړي باید عمومي شکل ورکړل شي، له مامورینو نه نیولې تر عامو خلکو پورې پر ټولو د کلدارو ګرځول بند کړي ."

اوس مهال د ننګرهار په مرکز او ټولو ولسواليو کې راکړه ورکړه په کلدارو کیږي،چې د پوهانو په خبره دغې کار له یوې خوا د افغانانو ملي هویت تر پخو لاندې کړی نو له بلې خوا دې مشکل د افغانستان اقتصاد ته لویه ضربه هم رسولې ده.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG