د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

"اخترونه بې مزې شوي"


اختر د واړو مبارک شه
که مسافر دي که دیار له څنګه دینه

په اختر کې به څوک د چا کورونو ته د اخترمبارکۍ لپاره ورځي، څوک به په موبایل یا زنګ ورته وهي یا به د اخترمبارکۍ پيغام ورلیږي، څوک به په انټرنټ د اخترمبارکۍ لپاره بریښنالیک خپلو ملګرو او دوستانو ته لیږي او که د عرفان خان خبرې ته راشو، چې ما ته خطونه په پښتو کې لیکه، نو ښايي اوس هم داسې کسان وي، چې د مبارکۍ پيغام به پخپل لاس لیکلي لیک کې ملګرو ته لیږي.

خو!!!

هغه خوند چې پخوا به ځوانانو له اختره اخيسته، اوس یې هم ترې اخلي او که ورته بې مزې شوی؟

اوس هم یوه میاشت وړاندې له اختره تیارۍ ورته نيسي؟ نوي کالي ورته کوي، له یوه بل کره ځي او که نه؟

اوس هم د اختر په ورځو کې هګۍ جنګوي؟ چارمغز ګټي؟ د اختر په شپه یې اوس هم هغه شوخي په زړه کې راپورته کيږي، چې مخکې له ماښامه د نورو ډيوو ته اور ورواچوي یا راټول شوي خلي، خاشاک او لرګي ترې غلا کړي؟
دغو پوښتنو ته ځينو ځوانانو د (نه) او ځینو د (هو) ځواب ویلی، ملتیا مو وکړئ!

ما چې څومره اوریدلي، نو په اختر کې ځوانان ځينې شوخۍ هم کوي، په ځانګړي ډول د اختر په شپه چې کله د ډيوې لپآره له اختره یوه میاشت یا ۱۵ ورځې وړاندې خلي، خاشاک او لرګي رآټول کړي، نو بیا ځينې شوخ ځوانان لدې وړاندې چې ماښام شي او تیاره شي، اور ورته کوي، ټيرونو ته هم کله کله اور اچوي، بیا یې له لوړه ځایه ښکته راګړوي. ځينې لوبې هم د اختر په ورځ کوي، خو ځينې ځوانان وايي، چې دا هر څه پخوا کیدل خو اوس یې هغه د چا خبره خوند اوبو وړی.

ځوان لیکوال او ډاکټر محب الله زغم هم د هغو ځوانانو خبره تايئدوي، چې اختر ورته بې مزې شوی ښکاري، دی یې عمده علت د خلکو ‌ډيره بوختیا او پرمختګ بولي.

که چیرې دا ومنو، چې اوس د خلکو ژوند پرمختګ کړی او بوختیاوې ډیرې شوي دي، نو مصر هیواد هم یو پرمختللی هیواد دی او ځوانان به یې ښايي ګڼې بوختیاوې ولري، ولې هلته تر اوسه ځوانان له اختره خوند اخلي او ورته بې مزې نه ښکاري؟ د دې پوښتنې ځواب د مصر په الازهر پوهنتون کې د افغانستان برخې د دارالافتی مسول رحيم الله حنفي راکوي، دی وايي، چې مصریان اختر د یوه جشن په ډول لمانځي او ځوانان یې په دې ورځ پارکونو، سینماګانو او نورو میله ځایونو ته ځي.

ډاکټرزغم هم وايي، چې که د حالاتو، وسایلو او شرايطو له بدلیدو سره خپل دودونه هم بدل کړو، ښايي اخترونه او د ژوند ځينې نورې شيبې راته بې خونده ښکاره نشي.


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:23 0:00
مستقیم لېنک


ځوانانو ته ځانګړې شوې دا خپرونه په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
XS
SM
MD
LG