د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

زموږ پهلوان


نېکپا
نېکپا
افغان ليکوال او شاعر مسعود فاراني افغان ټکوانډوکار روح الله نېکپا ته شعر ليکلى چې کېدى شي د زياتو افغانانو د زړونو اواز وي. دا شعر يې دلته خپروو.

زموږ پهلوان


مسعود فاراني

نېکپا هغه دم
چې خپل حريف سره جګړه کې بوخت و
په زرګونو
زړونه او اندېښنې
له هغه سره يوځاى وې
هلته هغه يوازې نه و
هغه سره له باميان نه رانيولې
تر بدخشان او تر پکتيا پورې
له اندېښنې نه ډک زرګونه زړونه په رپېدلو وو
د وطن دا پهلوان
له وياړه ډک ډګر کې دى
ترڅو وطن ته وياړ راوړي،
نېکپا اوس د هېواد زړه دى
نېکپا اوس د وطن د زړه ساتونکى دى
وګورئ دغه زمرى
څنګه غمجن دى وطن ته
ستورى د مينې راوړي
وګورئ زموږ ځوان پهلوان
او زموږ ځوان زمرى
د دې وطن شمله چې
دښمنانو او غليمانو پر ځمکه اچولې وه
بيا جګوي
او
پر بابا، سپين غر او پامير باندې يې بيا رپوري
دا هېواد له زمرو نه خالي نه دى
نېکپا د ټولو مخکې
د افغانستان د راتلونکي مشالونه بلوي
زموږ قهرمان ته
زموږ پهلوان ته
زموږ زمري ته
زموږ نېکپا ته
خپل زړونه، خپلې ترانې نثار کړئ
پهلوان جګړه بوخت دى
د هغه ماتې او بريا زموږ دى
ځکه نېکپا زموږ دى
XS
SM
MD
LG