د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

نثار احمد بهاوي خپله لومړۍ لوبه وګټله


افغان ټکواندوباز نثار احمد بهاوي د لندن په المپيک مسابقو کې له خپل مراکشي سيال څخه خپله لومړۍ لوبه وګټله. بهاوي ٤ او مقابل لوري يې ٣ امتيازونه واخيستل.

بهاوي به بله مسابقه تر لومړۍ مسابقې څلور ساعته وروسته له ارجنټايني ورزشکار سره مسابقه کوي.

د ولسمشر دوياند مرستيال حامد علمي چې له افغان ورزشکارانو سره په لندن کې دى، وويل، بهاوي په پښه کې ستونزه لري او ډاکټران يې څارنه کوي.

تر دې مخکې روح الله نېکپا د برونزو مډاله وګاټه. نېکپا ۲۵ کلن دی او پرون یې تر ۶۸ کیلو په کم وزن کې یې لوبه کوله .

نیکپا پرون د لوبې تر ګټلو وروسته له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل : خوشاله یم چې په خیر [له مډال سره] ستنیږم. خپلو ټولو وطندارانو ته مبارکي وایم.

روح الله نېکپا تر دې مخکې په ٢٠٠٨م کال کې د چين په مرکز پيکنګ کې هم د المپيک په نړيوالو لوبو کې مډال ګټلى و.
XS
SM
MD
LG