د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

روح الله نېکپا د المپیک په سیالیو کې لومړنی ميډال ترلاسه کړ


نېکپا
نېکپا
افغان تيکواندو لوبغاړي روح الله نيکپا د افغانستان لپاره د لندن د المپيک په مسابقو کې تيره شپه لومړنی ميډال ترلاسه کړ.

نيکپا په دې لوبو کې د درې سياليو په ګټلو او د يوې په بايلولو وتوانيده چې د المپيک اته شپيته کيلو وزن تيکواندو لوبو کې د برونزو ميډال ترلاسه کړي.

نيکپا لومړني لوبه کې خپل پولينډي سيال ته د ۵ په وړاندې په ۱۲ امتيازونو ماتې ورکړه . په دويمه لوبه کې يې ايراني تکواندو کار محمد باقري معتمد ته د ۵ امتيازونو په مقابل کې په ۴ ماتې وخوړه .

له دې وروسته يې د مرکزي افريقا د جمهوريت څخه په دريمه لوبه کې خپل حريف د دوو په وړاندې په ۱۴ امتيازونو مات کړ او ورپسې يې په څلورمه لوبه کې خپل بريتانوي حريف اود درې په وړاندې په پنځو امتيازونو له مخې لرې او برياليتوب ته يې ځان ورساوه .

نيکپا څو شيبې وروسته له هغې چې د برونزو ميډال يې پرغاړه کړی و او د خبرو لپاره يې کافي فرصت هم نه درلود د ازادۍ راډيو ته وويل چې ددې ميډال په ترلاسه کولو خوشاله دي او خپلو ټولو هېوادوالو ته مبارکي وايي.


روح الله نيکپا يوازيني لوبغاړي دي چې د لندن د المپيک له لوبو څخه يې افغانستان ته ميډال وګاټه . نوموړي په ۲۰۰۸ م کال کې د بيجينګ د المپيک په لوبو کې هم د برونزو ميډال ګټلي و .

ټاکل شوې ده چې نن به د لندن د المپيک د لوبو په لړ کې وروستي افغان لوبغاړې نثاراحمدبهاوي د تيکواندو د اتيا کيلو ګرامه وزن په لوبو کې ميدان ته ووځي .
XS
SM
MD
LG