د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

"افغانستان کې له کوره د ښځو تیښته جرم نه دی ګڼل شوی"


راپورونه ښیي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې له کوره د ښځو او نجونو د تېښتې پېښې زیاتې شوي دي.

د بشر د حقونو د کابل د ساحوي دفتر د ښځو د برخې مسوولان وایي، چې یوازې په دغه دفتر کې د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوترخوالي شاوخوا ۳۸۰ پېښې ثبت شوي دي چې له کور نه د تېښتې ګڼې پېښې هم په کې شاملې دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:04 0:00
مستقیم لېنک


جبري ودونه، د زوی او لور ترمنځ توپیر کول، کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې، بېسوادي او د تېښتې له عواقبو څخه نا خبري هغه لوی عوامل دي چې یو شمېر ښځې او نجونې له کوره تېښتې ته اړ باسي.

زیاتره له کوره تښتېدلې ښځې له دې امله چې بېسواده دي او قانوني لارې چارې نه دي ورته معلومې له ناوړه پېښو سره مخ کېږي.

له یوې خوا کورنۍ دغه ښځې د دود دستور له مخې د خپل سر ټيټي عامل بولي او د مرګ له ګواښ سره یې مخ کوي او له بلې خوا ګڼې دغسې ښځې د جرایمو په جال کې رانښلي او زندان ته اچول کېږي، خو پوښتنه دا ده چې د افغانستان د قوانینو له مخې له کور څخه وتل یا تېښته جرم دی که نه.

د لوېې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري وایي، چې د افغانستان په قوانینو کې له کوره تېښته جرم نه ده ګڼل شوې او جزا هم نه لري.

لکه څنګه چې ښاغلي نظري وویل، له کوره تېښته جرم نه دی خو که چېرې د افغانستان ښځینه زندانونه وکتل شي ګڼې کم عمره نجونې او ښځې له کوره د تېښتې په جرم بندیانې دي او دوسیې یې هم په همدې نامه ثبت دي.

ښاغلی نظري وایي، چې دغه شمېر ښځې له کور نه د تېښتې په جرم نه دي بندیانې بلکې دا هغه ښځې دي چې له کور نه د تېښتې تر څنګ یې بل جرم ترسره کړی.

د کابل د فامیلي محکمې مشره رحیمه رضایي وایي، هغه ښځې په تېره مېړوښې ښځې چې د کورني تاوتریخوالي یا نورو عواملو له امله له کوره تېښتې ته مجبورېږي باید د تهمت او جرایمو د مخنیوي لپاره نیغ په نېغه پولیسو، د ښځو چارو وزارت، د بشري حقونو دفترونو او یا هم د هغو خپلوانو کره پناه وروړي چې دوي ته محرم وي.

مېرمن رضایي وایي، چې که ښځې دغسې وکړي مخکې له دې چې په جرایمو ککړې شي او نورې ستونزې ورته پیدا شي دوي یې دوسیې څېړې او د جوړ جاړي لارې چارې یې سنجوي، دغه راز هغه پېغلې چې د واده په مقصد تښتي د هغوي قانوني نکاح تړي:

(له کور نه د تېښتې د نکاح تړل د فامیلي محکمې دنده ده، کله چې نجلۍ او هلک موافقه کوي او نجلۍ د واده په مقصد له کوره تښتي باید فامیلي محکمې یا نورو قانوني ادارو ته عریضه ورکړي، هغوۍ یې بیا موږ ته رالېږي.

کله چې موږ خپلې څېړنې پوره کړې، چې نجلۍ مجرده ده یعنې کوژده او واده یې نه دی شوی او دواړو د اهلیت عمر پوره کړی کورنۍ یې راغواړو خبرې ورسره کوو او د دې ځوانانو نکاح تړو او نکاح خط ورکوو.)

لکه څنګه مو چې وویل، که له کوره د تېښتې تر څنګ بل جرم تر سره نه شي نو دغه عمل جرم نه دی او دوي کولای شي له قانوني لارو چارو خپله ستونزه اواره کړي خو په افغاني دودیزه ټولنه کې هغه ښځې چې د ځينو ستونزو له کبله له کوره تښتي په کورني او اجتماعي لحاظ له ګڼو ستونزو او ګواښونو سره مخ کېدای شي.

د بشر د حقونو د کابل د ساحوي دفتر د ښځو د برخې مرستیاله مریم زرمتۍ وایي، چې ډېر ځله داسې پېښېدی شي چې ښځې د جنسې استفادې یا د بدن د غړو د ویستو په مقصد د ښه ژوند او داسې نورو وعدو په ورکولو سره تېر ایستل شي اوله کوره تېښتې ته وهڅول شي.

مېرمن زرمتي زیاتوي، چې که چېرې له کوره تښتېدلې ښځې له داسې خطرونو نه بچ شي او ان د خپلې خوښې له نارینه سره واده هم شي له دې امله چې دغه عمل د ټولنې د رسم او رواج خلاف کار دی د خسر په کور کې ان خپل مېړه ته هسې درناوی نه لري لکه نورې ښخې یې چې لري.

د یادو ستونزو تر څنګ ډېر وخت له کور نه د ښځو د تېښتې یا داسې نورو ستونزو په سر کورنۍ قانون په خپل لاس کې اخلي او له دې امله چې په کور کلي کې شرمېدلي وي قهرجن او احساساتي برخورد کوي او د ښځې د وژنې هڅه کوي او په دې ډول په اصطلاح خپل ننګ او غیرت په ځای کوي.

د داسې کړنو یو مثال دا دی چې څه موده مخکې په هلمند ولایت کې له کور نه د تېښتې په تور یوه پلار خپلې دوه لوڼې چې یوه یې پنځلس کلنه او بله شپاړلس کلنه وه ووژلې.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري وایي، چې له قانوني پلوه د عدالت تامین د قضایه قویې دنده ده او هر هغه څوک چې خپله قانون په لاس کې اخلي مجرم او د تعقیب وړ دی.

له دیني پلوه هم خپل سرې محاکمې او سزا ورکول جواز نه لري.

د اسلامي علومو استاد محمد یاسین وایي په هغه هېواد کې چې محاکم وي هیڅ څوک دا حق نه لري چې په خپل سر عدالت جاري کړي.

راپورونه ښیي، چې د باسوادو ښځو په پرتله بېسوادې ښځې له دې امله چې قانوني لارې چارې نه دي ورته معلومې او نشی کولای د خبرو او استدلال له لارې خپلې کورنۍ لانجې حل کړي له کوره د تېښتې لار غوره کوي چې بیا له دې امله نه یوازې چې ستونزه یې اوارېږي نه بلکې له ګڼو نورو کورنیواو ټولنیزو ستونزو سره مخ کېږي.

کار پوهان په دې نظر دي چې که د نجونو او ښځو تعلیم ته پام وشي او دغه راز په کورنیو کې د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي ډډه وشي او د واده په چارو کې د ښځو خوښه په نظر کې ونیول شي ښځې او نجونې به هیڅکله له کور نه د تېښتې لار غوره نه کړي.

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.
XS
SM
MD
LG