د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۳

د المپیک په اړه ځانګړي معلومات


د المپيک نړیوالې مسابقې د بریتانیې له دود سره سم، د دې هېواد د ملکې په وینا پرانیستل شوې.

د رسمي پرانیستني لپاره د انګلستان ملکې په ځانګړې وینا کې د ټولو هغو ځوانانو ستاینه وکړه، چې د غوره نړۍ د رامنځ ته کولو لپاره یې زیار ایستلی دی.

ملکې دوهمې الیزابت، د المپيک په دودیز عبارت (زه په لندن کې د مدرن عصر د المپیک د دېرشم دور د مسابقو د لمانځنې مراسم پرانیزم.) د لوبو پیل اعلان کړ.

د انګلستان ملکې، په لوبو کې ټولو ګډونکونکو ټیمونو ته د ښه چانس او بریالیتوب هیله وکړه.

دې وویل، چې د المپيک لپاره زموږ په ټولو ټیمونو کې داسې یوڅه شته، چې ورباندې وویاړو. زه په المپيک کې تاسې ټولو او ستاسې هیوادونو ته له خوند او خوږو خاطرو ډکې ورځې غواړم.

د المپيک د سږکال په لوبو کې ځیني ټکي د ارقامو پر اساس داسې دي:

دوه: په المپیک د لومړي وار لپاره د سعودي عربستان دوې نجونې برخه اخلي.

درې: د المپيک نړیوالې مسابقې اول وار په ۱۸۹۶ میلادي کال تر سره شوې. له هغه مهاله تر اوسه پورې، دا درېم وار دی، چې د المپيک مسابقې په لندن کې ترسره کیږي.

په لندن کې د سږکال د المپيک مسابقې له دې پیغام سره ترسره کیږي، چې نوی نسل وهڅوي.

پينځه: یوازې پينځه جمبوجیټ الوتکې د لوبو له جریان څخه د نړیوال نشراتي مرکز په فضا کې ځایدې. دا الوتکې به د شل زره ژورنالیستانو، عکاسانو او د خپرونو وړاندیکونکو سره د المپيک مسابقو د څلرویشت ساعته خبري پوښښ په برخه کې مرسته وکړي.

اولس: د المپيک د لوبو لپاره په لندن کې جوړ شوی سرپټی میدان شپږ زره چوکۍ لري. د دې میدان د چت د جوړولو لپاره لږترلږه ۱۷ زره متره کیبل لګیدلی دی.

دا د نړۍ د تر ټولو لوړې غرنۍ څوکې (Mount Everest) دوه برابره اندازه ده. یعنې پر دې کیبل، دوه وارې انسان د نړۍ پرمخ د تر ټولو لوړې څوکې سر ته ختلای شي.

یو اویا : د نړۍ تر ټولو د زیات عمر ورزشکار، چې سږکال به د المپيک په مسابقو کې ګډون کوي یو اویا کلن دی.

دا سړی، چې د اس ځغلولو په سیالۍ کې برخه اخلي ″هیروشي هوکیڅو″ (Hiroshi Hoketsu) نومیږي. دا جاپانۍ به له خپلې اسپې (Whisper) یا (ګنګوسه) سره یوځاي د لوبو په میدان تیر شي. د ده اسپه پينځلس کلنه ده.

۲۵۰: د المپيک د پارک د جوړلولو لپاره لږترلږه دوه نیم سوه دکانونه او د خلکو د کاروبار نور ځایونه وتړل شول.

۳۵۷: لږترلږه د فوټبال درې سوه اوه پنځوس میدانونه که سره یوځای کړای شي، نو د المپيک د لوبو لپاره د جوړ شوي میدان له چمن سره برابریږي.

اولس زره: لږترږه اولس زره ورزشکاران به په دې لوبو کې ګډون وکړي.

۲۰۴: د هغو هیوادونو شمېر دی، چې المپيک ته یې لوبغاړي استولي دي.

۱۰۰۰: د المپيک د سرو زرو د مډالونو شمېر دی.

۱۸۰۰۰: عسکر او امنیتي کسان د المپيک د لوبو د امنیت لپاره په لندن کې په دندو ګومارل شوي دي.

۸۰۰۰۰: د المپيک سټډیوم لږترلږه د اتیا زره کسانو لپاره ځای لري.

۹۰۰۰۰۰۰: ټکټونه پلورل شوي دي.

۱۳ملیارده: دا هغه اندازه پيسي دي، چې په لندن کې د المپیک د نړیوالو لوبو لپاره په تیاریو مصرف شوی دی.

د لندن ښاروال پرون له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د لندن ښار کې د المپیک سږنۍ لوبې به د نړیوالو لپاره نه هیریدونکي وي.

ده وویل: ″لندن داسې تیاري نیولې ده، چې د المپيک په تاریخ یې په بل ښار کې ساری نه دی لیدلی.″
XS
SM
MD
LG