د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

د خبریالانو وضعیت او د رسنیو قانون


د ازادۍ راډیو د نن ورځې د دې تر شنه اسمان لاندې پروګرام په دوو ساعتونو کې په دوو جلا موضوعاتو خبرې کوو.

په لومړي ساعت کې د خبریالانو پر وضعیت او د رسنیو پر قانون ږغېږو، خو دوهم ساعت مو په افغانستان کې د محبسونو پر وضعیت بحث ته ځانکړی کړی دی.

د سرپُل د محبس وروستۍ پېښه، په زندانونو کې د مخدرو موادو استعمال، له بندیانو سره ناسم چلند، له خپلو خپلوانو سره د بندیانو په ملاقات کې ستونزې او دې ته ورته نورو مواردو له مربوطه چارواکو سره ږغېږو.

خو د دې لومړې ساعت موضوع:


د افغانستان د رسنیو د نوي قانون مسوده، چې د ثور په میاشت کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له لوري د نظرغوښتلو لپاره وړاندې شوې، د یو شمېر ژورنالستانو او د رسنیو د دفاع د ټولنو له لوري له انتقادونو سره مخامخ شوې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د رسنیو پر قانون یې له سره غور کړی او وروسته له دې چې د دې قانون پر مسودې یې د ژورنالستانو او خبریالانو نظرونه راټول کړل، د تصویب لپاره به یې ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

دا قانون لا هم ولسي جرګې ته نه دی وړاندې شوی، خو د خبریالانو او رسنیو د دفاع یو شمېر ټولنو پرې انتقادونه کړي دي.

ځینو ویلي، چې دا قانون له مخکني سره چندان توپیر نه لري، صرف مادې یې زیاتې شوي دي.


یو شمېر نورو د دې قانون ځیني ټکي مبهم او ناڅرګند بللي دي او د رسنیو د عالي شورا ترکیب او د هغه مشري هم ځینو ته د ملاحظې وړ ښکاره شوې ده.

مېلمانه دي:


د افغانستان د ژورنالیستانو د ټولنې ريیس خپلواک صافی
د نی یا د افغانستان د رسنیو د څارونکې ټولنې حقوقي سلاکار محمد قاسم رحماني
او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:52:37 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG