د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

افغان دولت ژمنه کړې وه، چې د استاد رباني وژونکې به معلوموي


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره خپل بحثونه د سولې د عالي شورا د غړي مولوي ارسلا رحماني وژنې او د سولې په بهیر د هغې اغیزو ته ځانګړې کړې، چې حمید مومند ورته کتنه کړې ده.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې افغان دولت ته سپارښتنه کړې، چې د مولوي ارسلا رحمانې وژونکي دې معلوم کړي او په دې اړه دې ولس ته هم پوره معلومات ورکړي.

د ورځپاڼې په وینا طالبانو د ده په وژنه کې خپله ښکیلتیا رد کړې، نو افغان دولت باید دا روښانه کړي، چې دا څوک دي، چې دا کار کوي او د سولې هڅې له خنډونو سره مخامخ کوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې تر دې مخکې افغان دولت ژمنه کړې وه، چې د استاد رباني وژونکې به معلوموي او ولس ته به یي په اړه معلومات ورکوي، خو تر اوسه پورې دا کار نه دې شوې.

د ورځپاڼې په وینا د مولوي ارسلا رحمانې په اړه باید داسې څیړنې وشي او خلکو ته یي په اړه داسې معلومات ورکړل شي، چې په راتلونکې کې د سولې بهیر له کوم خنډ سره مخامخ نشي.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د مولوي ارسلا رحمانې وژنه د سولې په عالي شورا یو درون ګزار بللې او لیکلي، چې مولوي ارسلا یو له هغو کسانو څخه وو، چې په ریښتیني توګه یی سوله غوښتله او په دې پوهیده، چې د افغانستان لانجه د جګړې له لارې نشي هواریدلې.

ورځپاڼې لیکلي، چې مولوي ارسلا رحماني پداسې حال کې وژل شوې، چې په پاکستان کې هم یو شمیر هغه طالب قومندانان او مشران، چې د سولې د خبرو پلویان وو، یا وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا وژنې د سولې د هڅو د شنډولو لپاره د ځنځیره یی هڅو یوه برخه ده او ممکن د مولوي رحماني په وژنه کې به بهرني استخبارات ښکیل وي.

ورځپاڼې په افغان دولت غږ کړې، چې د مولوي ارسلا رحماني د وژونکو د نیولو لپاره دې هڅې وکړي او داسې ونشي، چې دده وژونکې وزیرستان ته ورسیږي او بیا اعلان وکړي، چې دا وژنه په کوم ځای کې پلان شوې وه، وژونکي له کوم ځای څخه راغلي وو او په څه ډول سره یی دې ترور کړ.

د ورځپاڼې په وینا دا تر وخت وروسته معلومات دي، چې د هیچا لپاره کومه ګټه نلري.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې هم د مولوي ارسلا رحماني وژنه د سولې د هڅو د شنډولو لپاره د ځنځیره یی هڅو یوه برخه بللې، چې د ورځپاڼې په وینا څو پوښتنې یی راپورته کړي او د سولې په تړاو یی ځینې رازونه افشا کړي.

ورځپاڼې لیکلي، له هغې، چې په افغانستان کې د سولې بهیر په پاکستان پورې تړل کیږي، نو پاکستان په خوله یو څه وایی او په عمل کې بل څه کوي.

ورځپاڼه لیکي، چې په پرله پسې ډول د منځلارو او سولې ته د لیواله طالبانو نښه کول دا څرګندوي، چې اوس هم ځینې کړۍ شته، چې په افغانستان کې د سولې د هڅو سبوتاژول غواړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې تر ډیره هغو غبرګونونو ته کتنه کړې، چې د مولوي ارسلا رحماني د وژنې په تړاو رابرسیره شوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې افغان ولسمشر د مولوي ارسلا رحماني وژنه غندلې او امنیتي ادارو ته یی امر کړې، چې دده وژونکي ونیسي او د قانون منګلو ته یی وسپاري.

ورځپاڼې لیکلي، چې ددې ترڅنګ په کابل کې د بیلابیلو هیوادونو سفارتونو هم د مولوي ارسلا رحماني وژنه په کلکه غندلې.
XS
SM
MD
LG