تېره اوونۍ د افغانستان د سړو سیمو نوی تعلیمي کال پیل شو.په ملیونونو زده کوونکي له نویو هیلو سره ښوونځیو ته لاړل.
موږ تېره یکشنبه د سهار د اتو بجو په میکروفون ستاسو پروګرام کې له خپلو اورېدونکو وپوښتل چې په خپلو سیمو کې یا د خپل ښوونځي او تعلیمي وضعیت په باب خپل مالومات له نورو اورېدونکو سره شریک کړي.
ډېرو ویل چې مسلکي ښوونکي نه لري، د ځینو سیمو لکه د کندهار د معروف اوسېدونکو خو ویل چې له سره ښوونکي نه لري. یو شمېر اورېدونکو د کتابونو له نشتوالي شکایت درلود خو داسي اورېدونکي مو هم لرل چې ویل یې څو څو ځلي یې درسي کتابونه بدل کړای شوي دي، له بلخ ، مرکزي بغلان او شینډډ ولسوالیو څخه څو تنو شکایت وکړ چې کله کتابونه په پښتو ورولېږي او کله بېرته پښتو ترې ټول شي دري ورکړای شي.
زموږ مېلمانه:
د پوهنې د وزارت معین صدیق پتمن
لیکوال او صاحب نظر نور الحبیب نثار چې د تعلیمي نصاب په برخه کې یې ډېر کار کړی.
او د کابل د حبیبيې لېسې یو ښوونکی عبدالرفیق سدید