د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

اختر ته ښځې کومې تياريانې نيسي؟ - د لړم ١٦مه


اخترونه د خوشالۍ ورخې دي، هغه ورځې دي چې خلک د یو بل کور ته په اختر مبارکۍ سره ورځي او د یو بل له حاله خبرېږي.

د دغو ورځو ښې لمانځنې ته تر ټولو ښځې زیاتې تیارۍ نیسي، تر اختر شاوخوا یوه میاشت مخکې لا د کورونو ستره ګي پیلوي، د هغو چې وسه وي د کور لوښي او نور ځينې شیان نوي کوي.

کله چې اختر را بر شي نو بیا هم د ښځو جنجال او منډې ترړې تر نورو ډېرې وي هلته د کور د خلکو جامې برابروي، بلې خوا د اخلي پخلي بندو بست کوي او له بلې خوا مېلمنو ته چای او مېوه برابروي او سره له دغو باید له مېلمنو سره مجلس هم وکړي او د ځینو مشرانو اختر مبارکۍ ته هم ورشي.

د دې تر څنګ په پروګرام کې پر نورو مسايلو هم خبرې شوي دي.

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سه شنبې په ورځو خپرېږي.

دغه پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
XS
SM
MD
LG